<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-02 17:53:02    
د المپيک سپورتی لوبو او سوداګرۍ ترمنځ اړيکی

cri

د المپيک شپږ ويشتمی سپورتی لوبی د استراليا په سيدنی کی په بری سره پای ته ورسيدی او اوس د چين بېجينګ ښار د ٢٠٠٨ کال د المپيک د سپورتی لوبو د ميلمه پالنی د وياړ د تر لاسه کولو لپاره کوښښ کوی٠

د امريکا په لاس انجلس کی د المپيک د سپورتی لوبو له جوړيدو راهيسی د دغو سترو لوبو له جوړيدو څخه د سوداګريزو ګټو اخيستنه د المپيک د نړيوالی کميټی او ميلمه پال ښار د پاملرنی وړ مسئله ګرځيدلی ده ٠څرنګه چی سيدنی ښار د لومړی ځل لپاره زمنه وکړه چی استراليا ته د بېلا بېلو هېوادونو د ورزشکارانو د راتګ او په استراليا کی د دوی د اوسيدو فيس وړيا وو، نو له دی امله سيدنی ښاروالی جملتأ نور پنځه څلويښت مليونه ډالره ورکړل٠ د المپيک د نړيوالی کميټی رئيس سمارانچ ويلی چی سيدنی د المپيک سپورت او سوداګريزو محافلو ترمنځ د ښی همکاری د پياوړتيا لپاره زيات خدمتونه سرته رسولی دی٠ يقين دی چی سيدنی ښاروالی د المپيک د سپورتی لوبو له جوړولو څخه زياتی ګټی تر لاسه کړی٠ د مثال په توګه د خبريالانو په موقتی ساده هوټل کی د يوه کټ ورځنی فيس حتی يو سلو لسو ډالرو ته رسيدلی وو٠ حقيقت دا دی چی المپيک سيدنی ته له څلورو سوو مليونو څخه تر پنځو سوو مليونو ډالرو پوری سوداګريزه ګټه رسولی او لس زره تنه په دندو ګمارل شوی وو ٠ د نامکملی احصايی لمخی تقريبأ دوه دری لکه تنه سيلانيان د سپورتی لوبو د کتلو لپاره استراليا ته تللی وو ، پوښتنه دا ده چی د المپيک سوداګريزی ګټی له کوم ځای څخه راځی؟ ځواب يی دا دی چی له نيمی برخی څخه زياتی ګټی د المپيک د سپورتی لوبو په وسيلی د پرانيستونکو او پای د مراسمو او ډول ډول سياليو د ريلی کولو له لاری تر لاسه کوی ، د احصايی له مخی اوس په نړۍ کی دری مليارډ نهه سوه مليونه تنه تلويزيونی پروګرامونه ليدلی شی، خو د هغو نندارچيانو شمېر چی په سيدنی کی يی د المپيک سپورتی مسابقی ليدلی شوای، دری مليارډ اوه سوه مليونو تنو ته رسيدلی دی٠ دغه راز په سيدنی کی د سياليو د ريلی کولو وخت درو زرو څلورو سوو ساعتو ته ورسيد چی د اتلانتا له المپيک څخه په سلو کی ديارلس زيات شويدی٠ له دی امله د المپيک نړيوالی کميټی د سياليو د ريلی کولو حق د خرڅولو له لاری د سيدنی له سپورتی لوبو څخه يو زرو دری سوه دېرش مليونه ډالره ګټه تر لاسه کړه چی له دی جملی څخه د امريکا د ملی برودکاستينک شرکت د المپيک نړيوالی کميټی ته اوه سوه مليونه ډالره ورکړيدی٠ نو له هغو ګټو څخه شپاړس په سلو کی چی د المپيک د نړيوالی کميټی له خوا تر ګوتو کيږی، په نړۍ کی د دولسو ډېرو لويو شرکتونو له خوا برابريږی٠ د المپيک نړيوال کميټه کولی شی چی له دغه ډول سوداګريزی مرستی له خپلو ثابتو عايداتو څخه يوه برخه د پرمختيايی هېوادونو ورزشکارانو ته برابره کړی څو چی دوی د المپيک په سپورتی لوبو کی ګډون وکړی شی٠