<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-03 17:55:45    
د چين په وو شي ښار کې د معنوي کلتوری ميراثونو د ساتنې او پرمختيا نوی لارې چارې

cri

د چين د جيانګ سو ولايت وو شي ښار نه يوازی يو ښکلی ځای دی، بلکی زيات تاريخی او کلتوری ميراثونه هم پکې شته . د دغو معنوي ميراثونو د ساتلو او پرمختيا ورکولو لپاره، د وو شي ښاروالۍ ډېر کوششونه کړي دي . په ٢٠٠٧ کال کې يې يو لړ اړين تدبيرونه غوره کړيدي.

په ٢٠٠٧ کال کې د وو شي ښاروالی د خاورينې مجسمې او د وو شي ګلدوزۍ دوو معنوي ميراثونو د ساتلو لپاره اغېزناک تدبيرونه نيولي دي چې د دولت او ولايت په کچه د دغه ډول ميراثونو د ساتلو په لست کې شامل شويدي.

د کوچنيو خاورينو مجسمو د جوړولو هنر په وو شي کې څلور سوه کلن تاريخ لري . دغه ډول مجسمې په بشپړه توګه په لاسونو جوړېږي او په ښکلی ډول رنګ شويدي چې د کورنيو او بهرنيو سيالانيانو ډېر خو ښېږي او ډېره مينه ور سره لري. خو نن ورځ د خاورېنو مجسمو د جوړولو فابريکې ډېر تجربه لرونکي کارګران تقاعد شوي او د ځوانو کارګرو د روزلو کار په وخت نه دی تر سره شوی، نو د دغه هنر د ساتنې او پرمختګ په لار کې يو لړ ستونزې موجودې دي چې له امله يي د وو شي ښاروالی د خاورينو مجسمو جوړولو هنر په ميراث پاتې کېدو او پرمختګ لپاره نوې لارې چارې غوره کړي دي. د بېلګې په توګه درې تنه زاړه استاذان نهه تنه شاګردانو روزنه او زده کړه ور کوي. استاذې وانګ نان شيان خبريالې ته وويل دغه شاګردان د زده کړې لوړې کچې

څښتنان دي او د انځور کښلو بنسټيز معلومات لري . برسيره پردې هغوي د خاورينو مجسمو له جوړولو سره هم علاقه لري.دې وويل د خاورېنو مجسمو د جوړولو هنر د راتلونکی پرمختګ دنده د دوی پر غاړه ده. د هنري مهارتونو د زده کړې بهير اوږد وي او د زياتو کوششونو له لارې ترسره کېږي . هيله ده چې دوی په راتلونکي زده کړه کې لا زيات کوششونه وکړي.

د معلوماتو له مخې، شاګردان په لومړي کال کې په عمده توګه بنسټيز معلومات تر لاسه کوی او ورپسې ګام په ګام د نورو مهارتونو په زده کړې پيل کوی. اوس ددوی د زده کړې رويه ښه شوی ده او دوي ته د مهارتونو د ورزده کړې کارونه هم په سالمه توګه دوام لري.

شاګرد ني جون د جيانګ سو ولايت د اقتصاد او سوداګرۍ له پوهنتون څخه فارغ شوی دی. کله يې چې په ورځپاڼه کې د خاورينو مجسمو د جوړولو فابريکې لخوا د شاګردانو منلو خبر وليد ، سمدلاسه خپل ټاټوبي وو شی ته ستون شو. هغه خبريالې ته وويل د وو شي د يو ښاري په توګه ډېر خوشحاله دی چې خپل ملی هنر خپروي، او د خاورينو مجسمو د جوړونې مهارت له زده کړې وروسته يې د دغه هنر ژورتيا او لوړتيا احساس کړی ده. ده وويل پخوا مې د خاورينو مجسمو په اړه څرګند معلومات نه درلودل. اوس مې له زده کړې وروسته د مجسمو ډولونو او د جوړونې بهير په شمول ډېر ځانګړي معلومات تر لاسه کړي او ډېره ګټه مې هم ترې اخيستې ده.

د خاورينو مجسمو د جوړونکيو شاګردانو د منلو تر څنګ د وو شي د ګلدوزۍ هنر د ساتنې او پرمختيا کارونه هم په ښه توګه روان دي. د معلوماتو له مخې، په وو

شي کې د ګلدوزۍ هنر دوه سوه کلن تاريخ لري. د تېرې پېړۍ په لومړيو کلونو کې د وو شي د ګلدوزۍ ډېرو اثارو زياتې کورنۍ او بهرنۍ جايزې تر لاسه کړي او په نړۍ کې يي ډير شهرت موندلی دی. خو د تېرې پېړۍ له نهمې لسيزې راهيسی، د بازار او نظام په شمول د يو شمېر عواملو له امله، ډېرو ګلدوزانو دغه دوديز کار پرې ايښی او په نورو کسبونو يي لاس پورې کړی چې په پايله کې يي دغه ځانګړی هنر له منځه تلو سره مخامخ شوی دی . د دغه هنر د ساتنې او رغونې لپاره، د وو شي ښار د کلتور او هنر د ادارې پرېکړه وکړه چې د ګلدوزۍ د زده کړې يو ځانګړی کورس جوړ کړي او مشهوره ګلدوزه وو مين ون د ځوانو ګلدوزانو د روزونکې استاذې په توګه وټاکي. دې لومړی د پنځه تنه زده کوونکيو په روزنه پيل وکړ. زده کوونکې بو شياو لي وويل دا د ګلدوزۍ له هنر سره ډېره مينه لري. دې خبريال ته وويل (اواز٣)

زما د کورنۍ غړي د ګلدوزۍ زده کړې لپاره زما ډېر ملاتړ کوی . په کورس کې زموږ يوازنی دنده دا ده چې دغه ملي هنر په ميراث واخلو او ور ته پراختيا او پرمختيا ورکړو او نوره هيڅ ستونزه نه لرو .

د دغه کورس زده کوونکيو د روان کال په اپريل کې په زده کړې پيل وکړ او د څلورو مياشتو کوششونو له لارې يي اوس د ګلدوزۍ لومړی ټوټې بشپړې کړي دي.