<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-03 19:08:44    
د شانګهای ښار(٣)

cri

شانګهای په چين کی تر ټولو لوی سوداګريز او پولی ښار ګڼل کيږی او د کورنی او بهرنۍ سوداګرۍ حجم يی د چين د نورو ښارونو په پرتله لومړی مقام نيولی دی، صنعتی توليدی حجم يی ٥١٢ مليارډو ٦٢٠ مليونو يوانو ته رسيدلی دی او د فولادو، اوسپنی او کيمياوی صنعت د شانګهای عمده صنايع دی٠ د باو شان پولادی شرکت او د دا جونګ د موټرو شرکت په چين کی زيات مشهور دی٠ د شانګهای سوداګريزی چاری ډيری سمسوری دی ، په ١٩٩٦ کال کی د ټولنيز لګښت د پرچون خرڅلاو عمومی حجم ١١٦ مليارډو ١٣٠ مليونو يوانو ته رسيدلی وو او د بهرنۍ سوداګرۍ د صادراتو عمومی حجم يی څه نا څه د ټول هيواد عمومی حجم يو پر څلورمه برخه نيولی وو٠ په نژدی کلونو کی په شانګهای کی پولی چارو په چټکه توګه پرمختګ کړی او نړيوالی اړيکی په شانګهای ستر رول لوبوی ، شانګهای د لندن، پاريس، نيويارک، سينګاپور او هانکانګ په شمول په نړيوالو پولی مرکزونه کی هم ګډ بانکونه جوړ کړی دی ٠

شانګهای د لويديځ ارام سمندر په سيمه کی يو مهم نړيوال بندری ښار او په چين کی لومړی لوی ورخلاصی ښار دی٠ په شانګهای کی ټرافيکی او مخابراتی چارو ډير پرمختګ کړی دی، د يانګځی سيند ، د شانګهای څخه تر هانګجو پوری او د بيجينګ څخه تر شانګهای پوری د اورګاډی له لاری شانګهای يو ټرافيکی مرکز ګرځولی دی کوم چی څه د پاسه ٤٠ اسمانی مورکی لری٠ د شانګهای بندر د شانګهای ښار د اقتصاد لپاره زيات ارزښت لری، د ټولی بندری سيمی مساحت ٣ زره ٦١٨ مربع کيلو متره دی او اوس د لسګونو زرو ټنودرجو په بندر کی ٥٠ بيړني

لنګر ځايونه او څه د پاسه ١٠ د بارولو او بار کښته کولو سيمی پکی شته٠

د شانګهای د تعليمی او تخنيکی بشپړولو ځواک د هيواد په لومړيتوب کی دی٠ اوس په شانګهای کی ٤١ پوهنتونونه ، څه د پاسه ٨٠٠ د علمی څيړنو سازمانونه او ٥٥ لکه تنه تخنيکی کارکوونکی شته او د فو دان پوهنتون ، جياو تونګ پوهنتون او تونګ جی پوهنتون له هېواد څخه بهر مشهور او نامتو دی٠