<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-03 19:04:38    
سريندرهورن د چين په تبت کې

cri

درنو اوريدونکيو زما خوشحال تايب نېکې هيلې او سلامونه ومنئ،خدای وکړی چې جوړ روغ او خوښ اوسۍ،په همدې هيله راځو د بهرنيان په چين کې د ننني پروګرام وړاندې کولو ته،په تېره اونۍ کې موتاسو قدرمنو دوستانو ته د چين تبت ته د يوې شهزادګۍ د سفر په هکله لږ څه معلومات وړاندې کړل،چې له د تايلند له هېواد څخه راغلې وه او د چينګهاي تبت په اوسپنيزې لار يې د تبت مرکز لاسا ته سفر کړی وو،نو که د خپرونې تر پايه راسره پاتې شئ د هغې پاتې کيسه به هم درواوروم،

تاسو په تېر پروګرام کې واورېدل چې شهزادګۍ سيريندرهورن وويل چې د چينګهاي تبت د اورګاډي پټلۍ په اړه يې ډېر کتابونه لوستلي،د تلويزيون پروګرامونه يې کتلي او انترنت يې کارولئ وو،چې پدې هکله معلومات ډېر ورته په زړه پور وو،نو تصميم يې ونيو که وکولاي شي د اورګاډي له لارې تبت ته سفر وکړي،چې د الوتکې په پرتله ډېر ښه دی،ځکه د اورګاډي له لارې مسافرين کولاي شي د خپل سفر پر مهال زياتې منظرې او د سميې خلک وګوري،او دې دا معلومات درلودل چې ددغې لارې د اورګاډيو تکنالوژي ډېره پرمختللې ده،او هيله يې درلوده چې دا هر څه پخپله له نږدې څخه وګوري.نو ځکه يې هوډ وکړ چې دې سيمې ته سفر وکړي.چې تر لاسا پورې درسېدو کيسه مې په تېر پروګرام کې درته کړې وه،اوس به راشو پاتې کيسې ته:

سريندرهورن وايي کله چې د کرنې پوهنځي د دوهم کال محصله وه نو د لاسا په هکله يې ځينې معلومات حاصل کړي وو،او کله چې له پوهنتون څخه فارغه شوه نو هغه وخت اوهغه خبرې ورپه ياد شوې چې په لاسا کې د شېدود غواګانو ښه ساتنه او روزنه دومره زيات ستونزمن کار ندی،او کله چې اوس لاسا ته راغلې نو هماغه وخت يو ځل بيا ورپه ياد شوی،اوله سميه ايزو چارواکو او خلکو څخه يې بيلابيلې پوښتنې کولې،د بيلګې په توګه شهزادګۍ دا پوښتنه درلوده چې د هيواد له بيلابيلو برخو څخه د څارويو په تېره بيا د غواګانو په راوستلو کې کې کومې سترې او مهمې ستونزې په مخ کې پرتې دي،او د ژمي او اوړي په مودو کې څارويو ته د خوړو په ورکولو کې کوم توپيرونه موجود دي،شهزادګۍ پدې اړه خپلو ملګرو ته وويل،بهرنۍ غواګانې د شيدو د توليد په برخه کې ډېرې ښې دي،او د خوښۍ وړ خبر خو داده چې دا شان څاروي له نورو سيمو سره هم ډېر ژر خوي او عادت اخلي،د بيلګې په توګه له تبت سره.

ددې په وينا تايلند هم مخکې لدې چې له ځينو څارويو سره له مخکې مينه وښيي دغه راز تعديلاتو او اصلاحاتو ته اړتيا لري.

د زده کوونکيو د ملاتړ په برخه کې د شهزادګۍ ځينې فعاليتونه:

له دوه زره لمړي کال راهيسې دغې شهزاد ګۍ په خپل شخصي لګښت د تبت يو شمېر بې وزله او غريبو زده کوونکيو ته ته ځينې سکالر شيپونه ورليږلي،او له هغو څخه يې د پوهې په زده کړو کې خپل ملاتړ څرګند کړی دی،هغو څلور تنو زده کوونکيو چې په دوه زره لمړي کال کې يې د زده کړو په برخه کې د شهزادګۍ ملاتړ ترلاسه کړی وو اوس يې په جلا جلا توګه د جنوب لويديځ جياوتونګ په پوهنتون،د جنوب لويدځ د اقتصاد او ماليې په پوهنتون او د چين د ځمکې پيژندنې په پوهنتون کې د زده کړو حاصلولو زمينه ترلاسه کړې ده،

سريندهورن لاسا ته د رسېدو په دوهمه ورځ سهار دسيمې يو منځني ښوونځي ته ورغله،چې له هغو زده کونکيو سره وګوي چې اوس مهال ددې په مالي ملاتړ زده کړې کوي،دې وويل زه غواړم چې د حساب يا رياضي مضمون واخلم ځکه دا هم په پوهنتون کې زما يو رشته وه،او غواړم چې د حساب ښوونکې واوسم.

نولس کلن زده کوونکې لبسونګ لهامو شهزادګۍ ته وويل اوس د ليسې په وروستي ټولګي کې زده کړې کوي،لهامو يو له هغو اوو تنو څخه ده چې د شهزادګۍ سريندرهورن په مرسته يې د زدکړو ډګر ته وردانګلي دي،هغه د يونان ولايت د يوې بې وزلې کورنۍ لور ده،چې پخپله يې نشو کولای زدکړې وکړي،لهامو په ښوونځي کې د زده کړو د فيس له ورکولو څخه معاف شوې ده،او د روغتيايي ستونزو د حلولو لپاره هم بيمه شوې،دغه راز هره مياشت د خوراک او څښاک لپاره هم شاوخوا نوي يوانه ورته ورکول کيږي.لهامو اوس کولای شي دهغو پيسو په وسيلې سره چې شهزادګۍ سريندرهورن ورسره مرسته کړې د ښوونځي کتابونه واخلي او د خپلو زده کړو لګښت پوره کړي.

شهزادګۍ په دغه ښوونځي کې له اوو تنو هغو شاګردانو سره چې دې مرستې ورسره کړي تر ليدنې وروسته هغوی ته وويل:پوهه د خلکو د ارزښتونو د پيژندلو او قدر لپاره يوه ښکلې معني لري،زه نن ډېره خوښه يم چې تاسو دلته په تبت کې د ښو زده کړو په حال کې وينم،زه باور لرم چې تاسو به دلته نورې ډېرې زده کړې هم وکړئ. وروسته يې دغو اوو تنو زده کوونکيو ته کتابونه،تحفې او خپل عکسونه هم ورکړل،دغه راز د لاسا د منځني ښوونځي د نورو بې وزله زده کوونکيو سره يې د مرستې په توګه نور دېرش زره يوانه دهغه ښوونځي چارواکو ته ورکړل،هغې په خوښۍ سره وويل زه نن ډېره خوشحاله يم چې هغه زده کوونکي د زده کړو په حال کې وينم چې ما ورسره مرسته کړېده،او زه لدې څخه راضي يم چې زما د مرستو په وسيلې دوی توانيدلي دي چې د خپل ژوند راتلونکې موخې وټاکي.

د بهرنيان په چين کې د پروګرام محترمو اورېدونکو زموږ د ننني پروګرام وخت همدومره وو،هيله ده چې راټول شوي توکي ستاسو د پام وړ ګرځيدلي وي،تر راتلونکې اونۍ او بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک او مهربانه خدای سپارم،الله مو مل شه.