د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان د دفاع وزارت وياند ظاهر عظمي د اګيست په درېيمه نېټه وويل په دغه هېواد کې د امريکا په مشرۍ ائتلافی ځواکونو د روانې مياشتی په دوهمه نېټه ماښام د هېواد په جنوب هلمند ولايت کې د هوايی بريد په ترڅ کې لس ګونه تنه وسله وال طالبان ووژل.
نوموړي وويل د طالبانو زيات شمېر وسله والو کسانو د روانې مياشتی په دوهمه نېټه د هلمند په شمال بغلان سيمه کې څلور تنه اعدامول چې د دغه هېواد له حکومت سره په همکاري يې تورن کړي وو. نو ائتلافی ځواکونو پر دغه سيمه سخت هوايی بريد تر سره کړ چې په نتيجه کې يې تر اوسه د لس ګونه تنه وسله والو طالبانو مړي موندلي چې د طالبانو ځينې لوړ پوړی پوځی قومندانان هم په کې شامل وو.