د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اګيست په درېيمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د امريکا ولسمشر جورج بوش په همدې ورځ د دغه هېواد له ولسمشر پرويز مشرف سره په ټليفونې خبرو اترو کې وويل امريکا به په بشپړه توګه د پاکستان د ملی حاکميت درناوی وکړي. د امريکا او پاکستان تر منځ دايمی ستراتيژيکی اړيکې د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري.
جورج بوش وويل هغه وينا چې امريکايی پوځ به د پاکستان دننه د القاعدی ډلی د غړيو نيولو او ځپلو عمليات تر سره کړي چې ناسم نيت او د ټولټاکنو سياسی موخه لری او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکيو لپاره ګټور کار نه دی.
پرويز مشرف وويل په وروستيو ورځو کې د امريکا کانګرس يوه داسې لايحه وړاندې کړې چې له پاکستان سره د مرستې چاری او د ترهګرۍ پر ضد له مبارزې سره تړاو لري. د ده په نظر دغه لايحه به د دواړو هېوادونو تر منځ پر همکارۍ او اړيکيو باندې ناوړه اغيزه وکړي.