دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين په پوځ کی يو لړ مشهوری سندری وړاندی کړو٠ د روان کال داګست لومړی نيټه د چين د ولسی ازادی بښونکی پوځ د بنسټ ايښودلو ٨٠ کاليزه وه٠ له ٨٠ کلونو راهيسی د چين د ولسی ازادی بښونکی پوځ دځمکنيو، سمندری او هوايی ځواکونو د عصری کيدو بهير چټک شوی دی٠ په ولسی پوځ کی نه يوازی ګڼ شمېر غوره سرتېرې ، بلکی زيات شمېر مشهور سندرغاړی هم روزل شوی دی٠
( سندره ١ )
ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د مشهور سندرغاړی ليو بين له خوا ويل شوی سندره واوريده چې نوم يي وو زه سرتيری يم .
سونګ ځو ينګ په چين کی يوه ډېره مشهوره سندرغاړی ده، دا د چين د قومي پوهنځی او د چين د موسيقی له پوهنځی څخه له فراغت وروسته په ١٩٩١ کال کی د چين د ولسی ازادی بخښونکی پوځ د سمندری ځواکونو د هنری ډلې لخوا ومنل شوه٠ په دی وروستيو کلونو کی سونګ ځو ينګ څو ځله د چين له هنری ډلی سره بهرنيو هېوادونو ته سفرونه کړی دي ٠ هغی په وار سره د استراليا د اوپېرا، د اتريش د ويانا طلايی سالون او د امريکا د کنيدی په هنری مرکز کی خپل ځانګړی کنسرټونه ورکړی چی د دغو هېوادونو د نندارچيانو ستاينه يی ترلاسه کړی ده٠ اوس به موږ په ګډه د سونګ ځو ينګ له خوا يوه ويل شوی سندره واورو چی نوم يی دی موږ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راغلی يوو٠
( سندره ٢ )
د پروګرام په پای کی به موږ په ګډه د چين د ولسی ازادی بښونکی پوځ د سندرو او نڅا ډلی مشهور سندرغاړی يان وی ون له خوا ويل شوی يوه سندره واورو چی نوم يی دی د چنار ونه٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!