<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-06 18:43:42    
د بی بو خليج د اقتصادی همکارۍ تګلارې د پلی کولو پړاو رسيدلی دي

cri

د جولای په ٢٧ نېټه د بی بو خليج د اقتصادی همکارۍ دوهم فورم د چين د ګوانګ سی د ځوانګ قوم د خپلواکې سيمې په مرکز نان نينګ ښار کې پای ته ورسيد. د دغه فورم ګډون کوونکيو د بی بو خليج او د چين او جنوب ختيځی أسيا هېوادونو ټولنې ترمنځ د ازادې سيمې،د همکارۍ ميکانيزم،صنعتی پرمختګ او پولی مرستې په شمول د زياتو برخو په باب بحث وکړ.د دوی په أند د بی بو خليج د اقتصادی همکارۍ تګلاره له مقدماتی پړاو څخه د پلی کولو پړاو ته رسيدلی ده. په نژدی راتلونکی کې به د دغې همکارۍ د تر سره کولو لپاره کوشش وشي.د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د بی بو خليج د اقتصادی همکارۍ په باب معلومات وړاندی کړو.

د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې مرستيال جيانګ ځنګ هوا د يوې خبري مرکې په ترڅ کې وويل د بی بو خليج اقتصادی همکاري د چين او جنوب ختيځې أسيا د غړيو هېوادونو د مشرانو له خوا منل شوې او اوس د پلی کولو پړاو ته رسيدلی ده. ويتنام، ماليزيا،سينګاپور، اندونيزيا اوفليپين په شمول د بی بو خليج د څو هېوادونو مشرانو وويل چې دوی په څرګنده د دغې همکارۍ ملاتړ کوي او په اړوندو ساحو کې يې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ په باب موافقې ته رسيدلې دي. تر اوسه پوری زيات داسی اړوند پلانونه پيل شوي چې په ترڅ کې يې د بی بو خليج همکاری د چين او جنوب ختيځی أسيا ترمنځ د اقتصادی همکارۍ يوه نوی برخه ګرځېدلې ده.

د بی بو خليج په اقتصادی همکارۍ کې په عمده توګه د ترانسپورت بنسټيزو

تاسيساتو، بندرونو، د مالونو ليږدولو،سيلانۍ او سمندری سرچينو او انرژۍ بېلا بېلې برخې شاملي دي. د دغې همکارۍ د افکارو په اړه له يو کال راهيسی د ګوانګ شی د ځوانګ قوم خپلواکې سيمې د لومړی وړاندی کوونکی په توګه د دغی لپاره زيات مقدماتی کارونه کړي دي.د معلوماتوله مخې دغې خپلواکې سيمې د بی بو خليج په ساحلی سيمه کې څو عصری بندرونه جوړ کړي او د دغې سيمې سړکونه او د اورګاډۍ لارې يې ترميم کړي چې په پايله کې دغه سيمه د جنوب ختيځې أسيا هېوادونو د ټولنې د وړلو راوړلو او ترانسپورت يو نړيوال مرکز ګرځېدلی دی.په همدی وخت کې په دغه ساحلی سيمه کې يو لړ لويې صنعتی پروژې هم پيل شوې دي.

په دغه فورم کې د چين د پرمختګ بانک مشر چن يوان وويل پيسی د سيمه ايزې اقتصادی همکارۍ يوه مهمه برخه ده.هغه داسی وړانديز وکړ  د بی بو خليج په سيمه کې د بانکونو هغه يوه داسی ګډه ټولنه وټاکل شي چې د دغې سيمې د بېلا بېلو هېوادونو له ټاکل شويو پولی موسسو څخه جوړه شوې وي او د سيمه ايز پرمختګ لپاره پولی خدمتونه وکړي.د ګډې ټولنې جوړونه به د دغې سيمې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د نړيوال کيدو له امله له رامنځته شويو ستونزو سره د مقابلې لپاره يو ډول اغيزمنې پولی لارې چارې دي.

د معلوماتو له مخې د چين د پرمختګ بانک د هېواد د پرمختګ لپاره د يوې پولی موسسې په توګه تل د بی بو خليج پرمختګ ته اهميت ور کوي. د روان کال د جون تر پايه پوری دغه بانک ژمنه وکړه چې د ګوانګ شی د بی بو خليج اقتصادی سيمې ته څلورويشت مليارډ او اته مليون يوانه پورونه ور کړي.سربيره پردی د چين د پرمختګ بانک هم د جنوب ختيځې أسيا بېلا بېلو هېوادونو ته هم کاری

ډلې ليږلي چې د دغو هېوادونو د تصديو په پرمختګ کې همکاري وکړي.

د ويتنام د پرمختګ بانک مرستيال تاو ون ځان وويل د ده هېواد له دغې همکارۍ سره ډېره علاقه لري په تېره بيا د چين او ويتنام ترمنځ په سرحدی سيمه کې د اقتصادی سيمې أبادۍ ته پاملرنه کوي.دوی غواړي چې د چين له پولی موسسو سره په دغه برخه کې خپله همکاري وکړي. مونږ هيله لرو چې د چين له بېلا بېلو تصديو سره همکاری وکړو په تېره بيا د بنسټيزو تاسيساتو په برخه کې. دغه راز مونږ د چين د پرمختګ له بانک سره هم د همکاری هيله لرو.

د أسيا د پرمختګ بانک مرستيال چالس لورنس ګرينود وويل په راتلونکيو دوو کلونو کې به دغه بانک ګوانګ شی ته ٤٠٠ مليون امريکايی ډالره پورونه ور کړي او ددغې همکارۍ د چټک پرمختګ ملاتړ به وکړي.