<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-06 18:59:17    
د چين په شينجيانګ کی د توغراق په نامه د سندرو ويلو د کورس يوه ډله شته

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده، ګرانو اوريدونکو، د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې د توغراق په نامه د سندرو ويلو د کورس يوه څلور کسيزه ډله شته، که څه هم دوی مسلکی سندرغاړي نه دي، خو سندرې يې د زياتو خلکو لخوا ستايل کيږی٠ د چين شينجيانګ ته د کتنی پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته د کورس دغه ډله دروپيژنو٠

  قدرمنو دوستانو، دا سندره چې تاسی واوريده، د توغراق په نامه د کورس ډلې لخوا ويل شوې ده ٠ دغه ډله د شينجيانګ په وروموچۍ ښار کی اوسيږی چې له څلورو غړيو څخه د لومړی اواز خاوند ياو چن له دی چې د چين د ولسی أزادی بښوونکی پوځ په ٤٧٤ م روغتون کی کار کوی، دوهم اواز د وروموچۍ د اوسپنيزو لارو د ادارې د کارکوونکي جی شين شنګ دی، دريم غږ د ليو مين او څلورم غږ د وانګ چن لين دی چې دوی دواړه په جلا جلا توګه د وروموچی د چينی دوديز طب په روغتون او په شينجيانګ کی د چين د کرهنېز بانک په فرعی څانګه کې کار کوی٠ د بېلا بېلو يوڼتونو دغه څلورواړه غړي له سندرې ويلو سره د مينې له امله سره راغونډ شوی او د کورس ځانګړی ډله يې جوړه کړې ده٠ د دې ډلې يو تن غړی جی شين شنګ د خپلې ډلې د جوړيدنې بهير داسی ياد کړ :

ان څه دپاسه لس کلونه مخکې مونږ څلورواړو له سندرو ويلو سره ډيره مينه درلودله٠ په هغه وخت کی مونږ د تکړه اواز په نامه د کورس په يوه ډله کی شامل شوو٠ يوه ورځ مونږ خپله يوه هيله څرګنده کړه : که د کورس يوه څلورکسيزه ډله جوړه کړو او په ګډه سره د بېلا بېلو اوازونو په ويشلو سره سندرې ووايو، دا به ډير ښه وی٠ ورپسی مونږ په ازمايښتی ډول څو سندرې وويلې او زمونږ په أند دغه ازموينه بريالۍ وه ، نو د کورس د ډلې جوړولو په هکله مو ټينګ هوډ ونيو٠ٌ

په پای کی دوی د کورس ډلې د جوړولو په هکله پريکړه کړې او ډير خوشحاله وو٠ خو فکر يې وکړ چې پر خپلې ډلې کوم نوم کيږدي ؟ د توغراق ونې د دوی زړونو ته رڼا ورکړه٠ توغراق يو ډول لرغونی ونه ده او د شينجيانګ په پراخو صحراوو کی وده کوی چې د خلکو لخوا د اتلی ونې په توګه ګڼل کيږی٠ وايی چې دغه ډول ونه د زرو کلونو لپاره ژوند کولای شی، که وچه شی، زر کلونه نور هم ولاوه وي او نه لويږی ، که ولويږی، د زر کلونو لپاره نه خرابيږي٠ نو دوی څلورواړو د دغې ونې د قوی ژوندی ځواک له مخی پر خپلې ډلې د توغراق نوم کيښود ٠ جی شين شنګ وويل:

د توغراق ډله ځانګړی اهميت لری چې د شينجيانګ ځانګړتيا ساتی، که توغراق ياد شی، خلک به طبعأ دغه ونه له شينجيانګ سره وتړی٠ مهمه خبره لا دا ده چې د توغراق ونو ژوند زمونږ ځواک هڅوی٠ ٌ

په ٢٠٠٢ کال کې د شينجيانګ د فوکانګ ښار په يو ماښامی کنسرټ کی د توغراق په نامه د کورس ډلې په رسمی توګه په نندارې پيل وکړ او څو سندرې يې وويلې چې د نندارچيانو په تودو چکچکو په بدرګه شوې٠ وروسته له هغه دوی په زياتو کنسرټونو کې نندارې وړاندې کړې او برياليتوبونه يې ترلاسه کړي چې نوم يې ٌ توغراق ٌ هم ورځ په ورځ د شينجيانګ د خلکو په زړونو کې ځای نيولی دی٠

په ٢٠٠٥ کال کی د توغراق ډلې ٌ د هنری ستورو لار ٌ په نامه د چين د مرکزی تلويزون په ځانګړی پروګرام کی د نندارې په سيالۍ کی د ګډون په هکله غوښتنليک وړاندی کړ او ومنل شو٠ د دغې ډلې يو بل غړی ياو چن له وويل :

 کله چې مونږ د چين د مرکزی تلويزون بلن ليک وموند، ډير خوشحاله وو، ځکه چې مونږ دغه فرصت ترلاسه کړی چې د شينجيانګ په استازيتوب به په مرکزی تلويزون کی ننداره ترسره کړو، نو ټينګ هوډ مو وکړ چې په ننداره کی په ښه شان سره خپل هنری مهارت وښئو ٠ د خوښۍ وړ خبره دا وه چې زمونږ ډلې په سيالۍ کی لومړی ځای وګاټه٠ نو وياړو چې د خپلې نندارې له لارې مو شينجيانګ ته وياړ راوړ٠ ٌ

د توغراق ډلې څلور غړيو وويل : د دوی برياليتوبونه د خپلو خپلوانو، دوستانو او مشرانو په ملاتړ ترلاسه شوي دي ، نو دوی د شينجيانګ لپاره د سندرو ويل د خپلې دندې په توګه بولی او هيله لری چې په نژدی راتلونکی کی د سندرو ويلو يو ځانګړی کيسټ هم ثبت کړی٠

 ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د سندرو د کورس د يوې شينجيانګيۍ ډلې په هکله يو راپور واوريد، ستاسی له اوريدنې څخه مننه کوو! اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې د دغې ډلې نوم څه دی ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړئ٠ مونږ به هره مياشت د پچې له لاری څلورو سم ځواب ورکوونکو ته ښکلی سوغاتونه ورکړو ٠ ستاسی د برياليتوب په هيله !