د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د داخلي مغولستان د خپلواکې سيمې د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د لمانځنې په ترڅ کې اتيا ډوله کتابونه خپاره شوي دي. د دغو کتابونو ننداره د اګست په شپږمه نېټه د نوموړی سيمې په مرکز هوهه هاوټ ښار کې تر سره شوه.
د معلوماتو له مخې، د دغه اتيا ډوله کتابونو څخه خپرونې په بېلا بېلو خواوو کې د داخلي مغولستان د خپرونې چارو د پرمختګ سويه څرګندېږي. په دغه کتابونو کې اته ويشت کتابونه په مغولي ژبه ليکل شوی دي.