د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو د پلاويو د مشرانو غونډه د اګست په اوومه نېټه په بېجينګ کې پيل شوه. د بېجينګ د اولمپيک تشکيلاتي کمېټې مشر ليو چي وويل دوی به د دغې غونډې له لارې د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو د اولمپيک کمېټو د اړتياوو په اړه معلومات تر لاسه کړه چې تر وسی پوری د اولمپيک لوبو په موده کې خدمتونه وکړي.
ښاغلي ليو چي وويل د بېجينګ د اولمپيک لوبو خدمتی کارونه به له دغو دريو اصولو سره سم تر سره شي، لومړی بايد د اولمپيک د نړيوالې کمېټې مقررات او دودونه مراعات شي، دوهم بايد يو سالم معيار وټاکل شي او درېيم بايد د ځانګړتياوو او مشخصو ټکو درناوی وشي.