<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-07 17:31:37    
د ګوانګ شی د ځوانګ قوم خپلواکې سيمې د ژونګ سيوي ولسوالی

cri

د ګوانګ شی د ځوانګ قوم خپلواکې سيمې د ژونګ سيوي ولسوالی پخوا د هېواد په کچه يوه بی وزلی ولسوالی وه ،خو په تېره موده کې يې اقتصاد پرمختګ کړی او اوس يې حالت بدل شوی دی.

د ژونګ سيوی ولسوالۍ د ماليې ادارې مشر پان ون هوي وويل د ليو جو ښاوالي د ٢٠٠٢ کال په پای کې د دغې ولسوالۍ له اداره کولو وروسته د دغې سيمې د بنسټيزې أبادۍ او زياتو اقتصادی پروژرو د تر سره کولو لپاره زياتې پيسې لګولي دي. په وروستيو کلونو کې د اقتصادی پرمختګ له امله په دغه ولسوالۍ کې ګڼ شمېر غوره تصدۍ رامنځته شوي چې له مخې يې د دغې ولسوالۍ د ماليې لپاره ضمانت برابر شوي دي.

تېر کال د دغې ولسوالۍ د ماليې څانګې ١١ مليون او دوه لکه يوانه برابر کړی وو چې له مخې يې د ښوونکيو معاشونه په عادی توګه ور کړی شوی او د نهه کلنی اجباری زده کړې او روزنې لپاره د ښوونځيو بنسټيز تاسيسات جوړ شوی او دغه راز د بی وزليو زده کوونکيو لپاره مرستندويه پيسی تامين شوي دي.

نوموړی ښاروالي په دغه ولسوالۍ کې د ميټان ګازو حوضونو د جوړولو ملاتړ هم کړی چې له امله يې نه يوازی د ولسوالۍ ايکولوژيکی چاپيريال بلکی د بزګرانو روغتيايی شرايط ښه شوی دی .

د يوې شمېرنې له مخې د چين د لسم پنځه کلن پلان د پلی کولو په موده کې د دغې ولسوالۍ د سړکونو اوږدوالی ١٩٠ کيلو مترو ته او د کوچينو او منځنيو پلونو شمېر

١٦٦ ته رسيدلی دی.سربيره پردی د دغې ولسوالۍ په کليوالو سيمو کې د دوهم پړاو بريښنايی شبکه ښه شوې چې له مخې يې په بېلا بېلو کليو کې راډيوګانې اوريدل کيږي او هم تلويزيونونه او تليفونونه ليدل کيږي.د ترانسپورت، انرژۍ، اوبو لګولو، مخابراتو او په علاقه داريو او ښارګوټو کې د تاسيساتو په شمول د زياتو بنسټيزو تاسيساتو د ښه والی له امله د دغې ولسوالۍ اقتصاد نوی پړاو ته رسيدلی دی.

له ٢٠٠٢ کال نه مخکې،د دغې ولسوالۍ اقتصاد په عمده توګه د کرنې د اتکا له لاری لږ څه پرمختګ کړی، خو د ليو جو ښاروالۍ له خوا يې له اداره کولو وروسته يې د صنعتی افکارو له لاری کرنې ته پرمختګ ور کړی دی. پرخپلو سرچينو په اتکا سره يې ځانګړی کرهڼيز توکي کرلي او په پراخه توګه يې د کرهڼيزو توليداتو په چمتو کولو لاس پوری کړی دی.د صنايعو په هکله دغې ولسوالۍ د بانکس او اوبو سرچينو په کارولو سره د بانکسونو چمتو کولو ته چټک پرمختګ کړی دی او د سيلانۍ چارو د پرمختګ لپاره هم خپلو کوششونو ته دوام ور کوي.

د ګوانګ شی د ژونګ سيوی د فنګ مو په نامه د محدود شرکت عمومی مدير شي جيان وويل چې په ١٩٩٨ کال کې د چين د ګوانګ دونګ له ولايت څخه دغې ولسوالۍ ته لاړ او شرکت يې د کوټ بندونو په توليدولو بوخت دی. تر اوسه پوری د دغه شرکت توليدات امريکا، اروپا، د کوريا جمهوريت او جاپان ته صادريږي.هغه زياته کړه چې په وروستيو کلونو کې د دغۍ ولسوالۍ د پانګونې چاپيريال ښه شوی چې تصديو ترې زياتې ګټې تر لاسه کړې دي.

د اقتصادی پرمختګ له امله د دغې ولسوالۍ صنعتی جوړښت غوره شوی او د صنعتی کيدو بهير يې چټک شوی چې له مخيې يې د بزګرانو عايدات هم لوړ شوی دی.