<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-07 19:34:00    
د اولمپيک لوبو نړيواله کمېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو تياريانو ته پاملرنه کوی

cri

څو ورځې دمخه د اولمپيک لوبو د نړيوالې کمېټې يو سل او نولسمه عمومی غونډه په ګواتيمالا کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې نه يوازی د روسيې سوچه د ٢٠١٤ کال د اولمپيک د ژمنيو لوبو د کوربه ښار په توګه وټاکل شو، بلکی د اولمپيک د څو راتلونکيو لوبو د کوربه هېوادونو د تياريانو راپورونه هم واورول شول. دا د ٢٠٠٨ کال له اولمپيک لوبو له پيل مخکې د بېجينګ وروستی فرصت و چې نړيوالې کمېټې ته د تياريانو حالت وړاندی کوی.

له ٢٠٠١ کال راهيسی، د بېجينګ د اولمپيک لوبو تياريانی په عادی توګه تر سره کېږی. بېجينګ دغی غونډې ته د تياريانو په اړه يو ځانګړی راپور چمتو کړی و. د بېجينګ د تشکيلاتی کمېټې مرستيال او سرمنشی وانګ وې چې په نوموړی غونډه کې يې ګډون درلود، وويل دغه راپور په عمده توګه له تېرې عمومی غونډې راهيسی، د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تياريانو له حالاتو سره تړاو لری. محتويات يې په دې ډول وو: د لوبغاليو جوړونه، د لوبو د مشال لېږدول، د لوبو پرانيستنې او پای مراسمو د تياريانو په شمول حالات وو چې موخه يې د نړيوالې کمېټې غړيو ته د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه د معلومات ور کول ده.

د ښاغلي وانګ وی په وينا، د نړيوالې کمېټې غړيو د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تياريانو په هکله ډېره خوښی او خوشحالی څرګنده کړه. د نړيوالې کمېټې مدير ګلبيرت فيلی د څو څو واره انرين ووايه او خپله خوښه يې څرګنده کړه. هغه وويل ښه دی، ښه دی، ډېر ښه دی! اوس يوازنی کار دا دی چې د ازمويښتي سيالې له لارې د سيالۍ د ريښتنی تر سره کېدو حالات وګورو.

پر دې سربيره، د نړيوالې ټولنې غړيو د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تياريانو په ترڅ کې يو شمېر برخو ته پاملرنه کړې او د چاپېريال ساتنې مسئلې پکې د غړيو ډېره پاملرنه راجلب کړې ده. د نړيوالې کمېټې ډېری غړی پخوا لوبغاړي وو، نو دوی په چاپېريال او پر لوبغاړو د هوا کيفيت په اغېزو ډېر ښه پوهېږي. ښاغلي فيلی وويل د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق له تر لاسه کولو مخکې او وروسته د بېجينګ د چاپېريال په کيفيت کې ستر بدلون راغلی او بېجينګ په دې برخه کې زيات کوششونه تر سره کړی دي. خو دا واقعيت دی چې د چين پرمختګ ډېر ګړندی دی. هغه وويل دوی غواړی د چين د هوا پر ککړتيا د پوهېدنې لپاره ځانګړي معلومات تر لاسه کړي او د چاپېريال د فشار د ټيټېدو لپاره د موټرونو د کمښت په اړه زياتې ازموينې تر سره کړي.

د نړيوالې کمېټې غړي وو جينګ ګوو چې د چين له تای پی څخه راغلی، وويل موږ د چاپېريال مسئلې ته په درنه سترګه ګورو. خو دا معلومه خبره ده چې بېجينګ د چاپېريال په تيره بيا د هوا کيفيت د ښه والۍ لپاره تر وسی پوری کوششونه کوی. په راتلونکی کې به د څارنې ډېر مرکزونه وکارول شي او د هوا د کيفيت راپور ورکولو چاره به ژر رامنځته شي.

له کانادا څخه راغلی غړي ريچارد پاند د تحريکوونکو درملونو پر ضد د نړيوال ارګان د مشرۍ دنده هم پر غاړه لري. نو هغه په دغه برخه کې د بېجينګ تياريانو ته پاملرنه کوی.

هغه وويل موږ بايد د دې ضمانت وکړو چې بېجينګ به تحريکوونکو درملونو د څارنې پروګرام او تحريکوونکو درملونو پر ضد د روزنې پلان پلی کړي. دا يوه لويه دنده ده.

له دې پرته، د بېجينګ د اولمپيک لوبو ازمويښتې سيالی، د ټيکټونو د پلورلو پلان او د پرانيستنې او پای مراسمو د ترتيب په شمول محتويات هم د نړيوالې ټولنې غړيو پاملرنه راجلبوی. که څه هم بېلا بېلې مسئلې وړاندی شوی، خو د اولمپيک لوبو د نړيوالې کمېټې غړيو د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه پوره باور لري. د دغې نړيوالې کمېټې پخوانی مشر خوان انتونی سمارنچ وويل دی د بېجينګ پر تشکيلاتی کمېټی پوره باور لري. په راتلونکی کال کې به د هوا کيفيت د ښه والۍ په شمول ټولې ستونزې په ښه توګه ليری شي.