<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-07 19:41:51    
اغلی پان دو او د دې له مينې څخه ډکه کورنۍ

 


cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم .

د چين د شمال ختيځ په داليان ښار کې د ماشومانو يوه ځانګړی کورنی شته چې نوم يی د سمندر په غاړه له مينې څخه ډک د ماشومانو کلی دی . د دغې کورنۍ خاونده اغلی پان دو ده او دغه کورنی په ځانګړی توګه په زندانونو کې د بنديانو د اولادونو لپاره جوړه شوی ده . د پروګرام په دغه کړۍ کې به له تاسو سره يو ځای دغه کورنی له نژدی څخه وګورو .

د شوانګ تای ګو کلی په يوه دوه پوړيزه ودانی کې زمونږ خبريال د يادې شوی کورنۍ مور پان دو وليده . څلور کاله دمخه ٣٨ کلنې پان دو يو مستند فلم وليد چې پکی له ګناه کارو ځوانانو سره د هانګ کانګ داوطلبانو مرستې څرګندې شوې وې . نو هغې هم وغوښتل چې له شاوخوا دغه راز ځوانانو سره مرستې وکړي او د لياو نينګ ولايت له ځينو زندانونو څخه يی ليدنه وکړه . د يو زندان مشر هغې ته يوه کيسه ويلې چې پر هغې يی ژور اثر کړی دی .

هغه ماته وويل يو سړی او ښځه يی د توکيو د غلا له امله بندی ونيول شول او په دوهمه ورځ پوليسو وليدل د دوی زوی او لور د پوليسو ادارې په وړاندی ودريدل نو د ښوونې څانګې دوو پوليسو په نوبتی توګه دغه دوه ماشومان وساتل .

پان دو په دی اند ده چې دغه شان ماشومان بايد د نورو عادی ماشومانو په شان په نيکمرغې سره ژوند وکړي او يو تاوده کورنی چاپيريال ته اړتيا لری . نو ځکه د دی مغز ته يو فکر رامنځته شو چې د بنديانو د ماشومانو يو ځانګړی کلی جوړ کړي .

د ٢٠٠٣ کال په منی کې پان دو له خپل کار څخه استعفا وکړه او له نورو دوو ملګرو سره يی د ٥٠ زرو يوانو په لګولو سره د دا ليان ښار په شوانګ تای کو کلی کې يوه دوه پوړيزه ودانی په کرايه واخيسته چې د ماشومانو دغه ځانګړی کلی جوړ کړي . دوی د دا ليان شاوخوا ځينو زندانونو ته تللی او له بنديانو سره يی د اجازه ليک له لاسليکولو وروسته د دوی اولادونه په دغه کلی کې ځای پر ځای کړی دی . دغه ماشومان په شاوخوا ښوونځيو کې زده کړه کوي او لګښت يی د دغه کلی پر غاړه لری .

په دغه کلی کې د های وا نومی يو ښکلی او هوشيار هلک شته . د ده د اته کلنۍ په وخت کې د يو شخړې له امله د هغه پلار خپله ښځه ووژله او بيا بندي شو . دغې پيښې پر های وا ډيره اغېزه کړې او له دې وروسته يی طبيعت ډير خراب شوی دی .

د دغې پيښې له امله ما له خپل پلار څخه ډيره کرکه وکړه ځکه چې هغه يوه ښه کورنی ويجاړه کړی ده . زما نه پرته هر ماشوم د پلار او مور له ميڼې څخه برخمن دی خو زه يی نه لرم .

په دغه کلی کې ميندی د خپلو کوششونو له لارې د دغو ماشومانو په زړونو کې درد ليری کوی . دوی د کشرو ماشومانو مخ او لاس مينځی ، د دوی په ملګرتيا خوب کوي او کيسې ورته وايی . که يو ماشوم ناروغ شی ميندی به ورځ او شپه د دغه ماشوم ملګرتيا وکړي . په دغه ځانګړی کورنی کې دوی خپلې ډيرې مينې وقف کړې خو خپلو خاوندانو او اولادونو ته د پاملرنې وخت نه لری .

اوس په دی کلی کې نوموړی ماشومان د ميندو د مينې په رڼا کې سالم او خوشحاله ژوند او وده کوي . ماشومان د دغو مينديو تر لارښوونې خپلو پخوانيو ستونزو ته په

نوی سترګه ګوری او په زندانونو کې يې پر خپلو پلرونو او ميندو باندی پخوانی کرکه يی په مينه او هڅونه بدله شوې ده .

اوس په دغه کلی کې ماشومان د ټولنې لازياتې پاملرنې ځان ته راجلبوی . د حکومت بيلابيلې څانګې ، ټول ګټی ارګانونه او شخصيتونه پيسې او مالونه ورته برابروی . که څه هم اوس دغه کلی شتمن نه دی خو د اغلی پان دو زړه ورسره ارام دی :

موږ بايد بهرنی نړۍ او نورو کسانو ته پام وکړو . زما په اند مينه د کرکې په پرتله ډيره ښه ده او ورکول د اخيستلو په پرتله له نيکمرغې څخه ډک دی . هغه کسان چې له نورو سره مينه لری لازياتې مينې ترلاسه کولی شی .

اغلی پان دو وويل چې د سمندر په غاړه مينه دا معنی لری چې هيله من يو په دغه کلی کې د سمندری اوبو په وسيله د ماشومانو له زړونو څخه دردونه ليری کړو او په پراخه سينه دوی ومنو څو چې دوی په خوشحالۍ کې ژوند وکړي او پرمخ يی اوښکې ونه ليدل شي .

ګرانو اوريدونکو ! همداوس مو د سمندر تر څنګ له مينې څخه د ډک کلی په اړه يو راپور واوريد نو د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده ، خوشحاله او نيکمرغه اوسئ !