<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-07 19:36:32    
په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو په اړه يو لړ خبرونه

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د هوا پېژندنې ادارې د جولای په شپاړسمه نېټه خبر ورکړ چې د بېجينګ د ٢٠٠٨ کال اولمپيک سپورتي لوبو لپاره د هوا پېژندنې کارونه په ښه ډول روان دي.

د يادې شيو ادارې مشر جن ګوو ګوانګ وويل: په بېجينګ او چينګ داو کې د هوا د څارنې سيستمونه جمتو شوي او په نورو ځايونو کې هم د هوا پيژندنې بېلا بېل خدمتونه چمتو کيږي. د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو په ترڅ کې سيالۍ، ترانسپورټ او سيلانۍ له هوا سره نژدی اړيکې لري. د چين اړوند ارګانونه به د هوا د دقيقی وړاند وينې د لوړتيا لپاره هڅې وکړي.

د يو بل خبر له مخې: څو ورځی دمخه د چين د هوا پيژندنې ادارې او د بېجينګ د هوا پيژندنې ادارې په ګډه يوه ټلويزيونی غونډه تر سره کړه او په کې يې په روان کال کې د اولمپيک د هوا پيژندنې خدمت د تامينولو په اړه د تمرين پروګرام خپور کړ. د جولای له شپاړسمې نېټې نه د اګيست تر اتمې نېټې پورې به د چين په بېلا بېلو سيمو کې د اولمپيک د لوبو مشال د ليږدولو په اړه د هوا د پيژندنې خدمتی تمرين تر سره شي.

د يو بل خبرله مخې: د روان کال د اګست په اوومه نېټه د ځوانانو د کښتۍ چلولو نړيواله اتلولی به د بېجينګ د شيون يی د اولمپيک د کښتۍ چلولو او لامبو

وهلو په پارک کې تر سره شي چې د نېکمرغه بېجينګ په نامه د سپورتي لوبو يوه برخه ده. د دغه پارک مرستيال جانګ چينګ وويل چې د ولاړو اوبو په شا وخوا سيمه کې به پنځلس زره څوکۍ جوړې شي او په بله غاړه کې به د بهرنيو او کورنيو چارواکو او خبريالانو لپاره دری زره څوکۍ برابرې شی. اوس د امنيت ساتنې، د مالونو ليږد راليږد او د ترانسپورت په اړه پنځه څلويښت تنه کارکوونکی په کار کې لګيا دي. بر سېره پردې، اته سوه او شپيته تنه داوطلبان به د اګست په لومړی نېټه په کار پيل وکړي.

د يو بل خبر له مخې: د چين د ژباړونکو د حالاتو په اړه لومړنی راپور څو ورځی دمخه خپور شو. په دغه راپور کې ويل شوي: په ٢٠٠٨ کال کې به د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو په موده کې څه دپاسه لس زره تنه ځانګړی سپورتي ژباړونکو ته اړتيا ولري. خو اوس په چين کې د سپورتی ژباړونکو شمير يوازی دري زره تنو ته رسيږي. نو اوس اړوندی خواوی د دغې مسئلې د حل و فصل لپاره کوښښ کوي. د چين د ژباړونکو ټولنې مرستيال لي يا شو وويل : (( موږ به د دغې مسئلې د حل و فصل لپاره يو شمير تدبيرونه ونيسو او اړوندو وګړو ته به بيړنۍ روزنه ورکړو. موږ به په راتلونکی کال کې تر خپلې وسې پورې د بېجينګ اولمپيک سپورتي لوبو ته د ښه خدمتونو د وړاندی کولو لپاره کوښښ وکړو.