<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-08 18:00:53    
په چين کې د دوبنی رخصتی په موده کی د زده کوونکيو رانګا رنګ ژوند

cri

په چين کی د جولای او اګيست مياشتی د زده کوونکو د دوبنی رخصتی مياشتی دی. روان کال د مختلفو سيمو محصلينو خپلی رحصتۍ په بيلا بيلوشکلونو تيری کړی، د بيلګی په توګه دوی د خپلی پوهی د لوړولو لپاره هڅی وکړی، مشهورو او نامتو ځايونو ته ئی سفر وکړ، د عايداتو د تر لاسه کولو لپاره ئی کار وکړ او داسی نور.

په داسی حال کی چې په ټولنه کی د کارونو د پيدا کولو په برخه کی سخته سيالی موجوده ده، نو هغه زده کوونکی چې له لوړو مدرسو څخه به ژر فارغ شي، په رخصتيو ورځو کی ئی هم د خپلو درسونو زده کړی ته دوام ورکړی او زيات شمير زده کوونکو د ماستری د علمی درجی د تر لاسه کولو دپاره په سمينار زده کړه کړيده. د چين د شي ان د ترافيکو د پوهنتون د دريم ټولګی يو زده کوونکی وويل چې د ماستری په سويه د دپلوم تر لاسه کول د ډيرو محصلينو يو حتمی غوښتنه ده او د ده له ټولګی څخه په سلو کی پنځه اتيا برخې په نوموړوسمينارونو کی زده کړه وکړه. د مختلفو سيمو په سياليو کی د خپل لياقات د لوړتيا لپاره ځينو زده کوونکو چه تازه په پوهنتونونو کی شامل شويدی، د کمپيوتر او انګلسی ژبی په سمينارونو کی د روزنی په مرکزونو کی ګډون درلود او ځينو زده کوونکو د موټر چلولو د تصديق نامی د اخيستلو په امتحان کی برخهواخيستله.

د زده کړی نه پرته زيات شمير محصلينو د دوبنی رخصتی څخه په استفادی سره په

سفر لاس پوری کړ او دغه محصلين اکثرأ تازه په پوهنتون کی شامل شويدی. د دوی په نظر سيل او سياحت پر خپلو غاړو باندی د زده کړی فشار کمزور ولای او خپل

اخلاق روز لری شي. دغه راز دوی هم کولای شی چې د خپل وطن ډير ښکلی ځايونه وويني. البته هغه محصلين چه ژر به له پوهنتونونو څخه فارغ شي، هم وغوښتل چه په رحصتی کی د هيواد بيلا بيلو ځايونو ته لنډ سفر وکړي چې د زده کړی په عين وخت کی لږ څه تفريح وکړي.

ځينو هغو محصلينو چې تازه په پوهنتونونو کی شامل شويدی، د سفرونو په ځای لنډه مزدوری هم وکړه چې د دوی څخه په سلو کی اويا برخی د کورنی ښوونکو په توګه د منځنيو ښوونځيو د زده کوونکو سره مرسته وکړه او نورو محصلينو د درس نه وروسته د خدمتګارانو او يا د مالونو د خرڅوونکو په توګه پيسی تر لاسه کړی. دوی له دغو کارونو څخه نه يوازی ټولنيزی تجربی تر لاسه کړی بلکی ئی د ژوند يوه برخه لګښت هم پوره کړی چې په نتيجه کی ئی د خپلو پلرونو او ميندو له غاړی څخه بارونه کم کړی. کليوالی محصلين د مزدوری له لاری پيسی تر لاسه کوی او هغه محصلين چې کور ئی په ښار کی دی، د مزدوری له لاری هغه هدف تر سره کوی چې د ټاکلی وخت نه مخکی ټولنی ته داخلي او د راتلونکو رسمی کارونو لپاره ټولنيزی تجربی راغونډی کړي او ښه بنسټ ئی کيږ دی. دغه راز دوی کله کله د انګليسی ژبی د زده کړی لپاره کتابتونونو ته هم تلل.

زيات شمير هغو محصلينو چې ژر به له خپلو پوهنتونونو څخه فاغ شي، د پوهنتونونو په داخل کی خپل زاړه شيان او کتابونه وپلورل تر څو د کمو بارونو په وړلو سره ولاړ شي، دغه راز نوی محصلين هم کولای شی چې دغه زاړه شيان د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره په ډيره ارزانه بيه واخلی.