<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-08 18:29:44    
د چين د ٌ دونګ ٌ د قوم په باب څه معلومات

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده، ګرانو اوريدونکو ، په نننی پروګرام کښی به تاسو ته د چين د ٌ دونګ ٌ د قوم په باب څه معلومات وړاندی کړو ٠

د ٌ دونک ٌ قوم نفوس څه دپاسه دوه مليونه پنځه لکه تنه دی او اکثريت يی د جنوب لويديځ چين د ګوۍ جو په ولايت او د ګوانګ سی د ٌ جوانګ ٌ قوم په خودمختاره سيمه او د منځنی چين د هو نان په ولايت کښی اوسيږی ٠ اکثريت يی په کرنه او ځنګلدارۍ بوخت دی ٠ دا قوم خپله قومی ژبه او ليک دود لری، مذهب يی د طبيعت پرستش او پر څو ارباب الانواع باندی عقيده ده ٠

د ٌ دونګ ٌ قوم په ادب او هنر کښی لوی لاس او تاريخی سابقه لری او له دی امله د دی قوم هر اوسيدونکی سيمه د ٌ شعرونو په کور ٌ او ٌ د سندرو په سمندر ٌ مشهوره ده٠ داسی اوږدې قصيدې هم لری چه د ابياتو او بحرونو د اوږدوالی په وجه د موسيقې الاتو د سر او تار په ملګرتيا ورځې ورځې او شپې شپې دوام پيدا کوی، خو اوريدونکی يی په مينه اوری او ټول ور ته غوږ نيسی او د خستګۍ احساس له هيچا سره نه پيدا کيږی٠

له لرغونی زمانې راهيسی ، د ٌ دونګ ٌ قوم د خلکو رواج دا دی چه هر سړی يوه ښځه لری٠ عمومأ د وروڼو او خوندو اولادونه سره واده کوی، خو د خويندو د اولادونو ترمنځ واده ناروا ګڼی٠

د ٌ دونګ ٌ قوم کلی د غرونو په لمنو او د سيندونو په غاړو کښی واقع دی، کورونه يی عمومأ دوه يا دری پوړيز دی چه له چينی صنوبرو څخه جوړ شويدی٠ دا ډول ودانی د دی قوم د کليو څرګنده نښه ده او ودانی يی عمومأ لوړی دی چه لاندينی برخه يی مربع شکله دی او پکښی ډير زيات خلک ځايئدای شی او پاسنی برخه يی څو طبقه ايزې بلۍ لری چه په تر ټولو لوړ پوړ کښی يی يو لوی ډول ځوړند دی٠ هره لويه کورنی د ډول ودانی لری، په ځينو لويو کليو کښی دری، څلور يا لا زيات داسی عمارتونه جوړشويدی٠ که د يوې لويې کورنۍ ډول ووهل شی، معنی يی دا ده چه کومه غونډه يا محفل جوړ دی، نو بايد ودانۍ ته راغونډ شی٠ د ډول ودانۍ د دونګ د قوم د خلکو دپاره د غونډو جوړولو او د ښادۍ د فعالتيونو د پرځای کولو ښه او موزون ځای دی٠

د دونګ قوم په اوسيدونکو سيمو کښی راز راز پلونه جوړ شوی چه په دې جمله کښی د باد او باران په ضد يو ډول خاص پل د دی قوم د ډير ښه ساختمانی هنر څرګندونه کوی٠ د پل دپاسه يو اوږد دهليز جوړ شوی چه خلک پکښی د باد او باران څخه خلاصيدای شی٠ د ګوۍ جو ولايت د سان جيانګ په سيمه کښی د ٌ چن يانګ ٌ پل په چين کښی ډير شهرت لری او په دولتی درجه د مهم تاريخی اثر په حيث ټاکل شويدی٠ پر دی پل باندی پنځه څو پوړيزی ښکلی برنډې جوړې شويدی، خو په پل يا برنډو کښی هيڅ ډول ميخ ندی استعمال شوی او ټولې برخې يی يو په بل کښی سره ورننه ايستل شويدی٠ دغه کار د پل د استحکام او باندنی جوړښت د ښکلا سبب شويدی٠

د دونګ قوم عنعنوی اخترونه قومی نوی کال او د نويو وريجو خوړلو جشن دی٠ د نويو وريجو خوړلو جشن په دی ډول تيريږی چه د ژر رسيدلو شولو د لو کولو په وخت کښی هر کور نوی وريجی پخوی او خپلو اسلافو ته دعا کوی٠ وروسته خلک قومی سندرې وايی، د قومی اوپرا نمايش کوی او غوايان په جنګ اچوی٠ ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چين د ٌ دونګ ٌ قوم په باب څه معلومات واوريدل٠