<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-08 19:02:50    
د افغانستان کلتور او ټولنه

cri

نطاق: درنو او محترمو اورېدونکو، سلامونه او نيکې او هيلې! په افغانستان کی د چين د پخواني ديپلومات ښاغلي جانګ مين په قلم (( د افغانستان کلتور او ټولنه)) په نامه ليکل شوی کتاب په دې وروستيو ورځو کی په بېجينګ کی له چاپه را ووت او چينی لوستونکو ته وړاندی شو. اوس به د دې کتاب په اړه له ښاغلي جانګ مين سره زمونږ د پښتو خپرونې د خبريالې يوه لنډه مرکه واورئ.

نطاق:- جانګ مين صاحب ! مهرباني وکړئ د دغې ليکنې په اړه يو څه معلومات راکړئ؟

جانګ مين:- بلی. دا ليکنه چی عنوان يي دی (( د افغانستان کلتور او ټولنه )) ، (( د ختيځو فرهنګونو د غوره کتابونو )) څخه يوه ټوټه ده. (( د ختيځو فرهنګونو د غوره کتابونو)) د ليکلو پلان لس کاله دمخه د بيجينګ پوهنتون د نامتو ختيځ پوه علامه پروفسور ( جي سيان لين ) په ابتکار او لارښوونه پيل شوی او يو شمېر کتابونه په پرله پسی توګه بشپړ شوي دي.

علامه ( جی سيان لين ) وړاندوينه کړې وه چی يو ويشتمه پېړۍ به په ختيځ پوری اړه ولري او د ختيځ فرهنګ به يو ځل بيا د نړۍ د فرهنګونو په سر کی ځای وښيي. د ده دغه ادعا د نړېوالو د مخ په زياتېدونکې پاملرنې وړ ګرځېدلی ده.

ويل کېږي چی د ختيځو هېوادونو د اقتصاد چټک پرمختګ د دوی له فرهنګونو سره نژدی تړاو لري. لکه څنګه چی د ختيځ لرغونيو فرهنګونو په يو وخت کی د بشر څلور لرغوني او متمدن هېوادونه او د نړۍ دری متمدن مرکزونه روزلي و او په اوس وخت کی هم د ختيځ فرهنګونه د خپلې سيمې د هېوادونو په سياسی او اقتصادی بدلونونو کی يوه قوی محرکه قوه ګڼل کېږي.

سر بېره پر دې، هر ختيځ فرهنګ په خپل ځانګړي هېواد کی د پېړيو لپاره د اخلاقو، تمدن او پوهنې بنسټ هم ايښی دی چی نه يوازی په پخوانيو زمانو کی يي ستر رول لوبولی، بلکه په نننۍ ورځ کی د خپل هېواد د معنوی تمدن يوه مهمه برخه جوړوي او په راتلونکی کی به هم د بشری تاريخ د انکشاف دپاره ګټور وی.

نو له دې امله (( د ختيځو فرهنګونو غوره کتابونه )) د تاليف او ليکنې موخه دا ده چی د ختيځ فرهنګی ميراث کشف او وڅېړل شي چی د ختيځ وتلی فرهنګی دودونه نوره پراختيا ومومي او د چين او ختيځو هېوادونو د خلکو تر منځ متقابل تفاهم او کلتوری تبادله پياوړی شي.

(( د ختيځو فرهنګونو غوره کتابونه)) په ټوليزه توګه له ژبنيو، ادبی، هنری، فلسوفی، دينی، موسيقی، رسامی، ساختمانی، سياسی، اقتصادی ، قانونی، سيانس او دوديز طب او داسی نورو مضامينو څخه عبارت دي. زما ليکنه هم د نوموړي پلان په چوکاټ کی را منځته شوې ده .

نطاق: - ((د افغانستان کلتور او ټولنه )) کتاب د محتوياتو په اړه لږ څه وغږيږئ !

جانګ مين:- لرغونی او پخوانی افغانستان د لويې اسيا په زړه کی ځانګړی او غوره جغرافيايي موقعيت لري چی د بېلابېلو فرهنګونو تر منځ د وصل کړۍ او د رنګا رنګ تمدنونو ځاله او د يو څلور واټي په توګه پېژندل شوی دی. تاريخی اثار يي د سيمه ايز ارزښت لرونکي دي. د دغه اهميت نه ډک موقعيت او د ارزښتناکو طبيعی سرچينو او د لوړ تاريخی تمدن په بنسټ يي د نړيوالو پاملرنه ځانته اړولې وه، ده او وی به.

افغانستان په خپل څو زره کلن ژوندليک کی ډېرې ملی او تاريخی وياړمنې ورځې لري. د افغانستان يو موټی، په پت او ننګ مين ولس د خپلې خاورې د بشپړتيا، ازادۍ او خپلواکۍ ساتلو په لار کی هر ډول سرښندنې ته په مېړانه ور دانګلي دي چی د دوی دغه ملی وياړنې به تل د نسلونو په ياد کی ډېرې بريمنې، سرلوړې، ژوندۍ او ځلاندې پاتی وي.

توريالي افغانان پر دې ځمکه له ډېرو پېړيو راهيسی اباد دي. اوس دوی له درويشتو کلونو خونړيو جګړو او ناخوالو سره خدای پامانی او مخه ښه کوي، يو بل ته د روغې جوړې، ملی پخلاينې، دايمی سولې، اتفاق او ډاډمن امن لپاره د ورورۍ په بختوره فضا کی د ويجاړ وطن د بيا جوړونې په کلک ننګ د يووالي لاس سره ورکوي. زه چی افغانستان خپل دوهم وطن پېژنم او د خلکو سره يي زياته مينه لرم، د تاريخ په دې نوي پړاو کی د افغانانو پوره ترقی او لوړتيا غواړم.

((د افغانستان د کلتور او ټولنه))په نامه دغه کتاب په دوو کلونو کی کښل شوی. په دې کتاب کی تر وسه وسه پوری کوښښ شوی چی د اريايانو د وخته

راهيسی د پېښو، تاريخ، رجالو او ادبياتو په اړه پوره غور وشي او هيله من يم چی چينی لوستونکي به ور ځنی د دغه دوست ملت سره د زياتې اشنايي په لار کی ښه ګټه واخلي او د دې ځمکې په نسبت څرګند او مثبت معلومات تر لاسه کړي.

نطاق: ګرانو اورېدونګو، تاسو ((د افغانستان کلتور او ټولنه)) په نامه د يو تازه چاپ شوی کتاب په اړه د دغه کتاب د ليکونکي ښاغلي جانګ مين سره مرکه واورېده. روغ او نېکمرغه اوسئ!