<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-09 19:19:20    
د چين طلايی کبان

cri

چين د طلايی کبانو سرچينه ده او هان اتلس سوه کاله دمخه د جنوبی چين د لو غره په يو معبد کی لومړی طلايی کبان کشف شوی وو، ورپسی د چينايانو له روزنی وروسته ډول ډول او رنګارنګ طلايی کبان روزل شويدی٠ په ١٥٠٢ کال کی د چين د فو جيان ولايت د چيو جو سوداګرانو د لومړی ځل لپاره طلايی کبان جاپان ته يووړل، خو په جاپان کی دننه د جګړو له امله طلايی کبان مړه شول٠ له ١٦١٥ کال څخه تر ١٦٣٢ کاله پوری زيات شمېر طلايی کبان جاپان ته يووړل شول او نن په جاپان کی طلايی کبان ټولټال د دغو کبانو له خوا تکثير شوی دی چی ځينی جنسونه يی ډېر ګران دی٠ مثلا د ليو جين په نامه طلايی کب په ١٦٨٢ کال کی د چين امپراطور د ليوچيو ټاپووزمی ته چی دغه ټاپووزمه پخوا په چين پوری تړلی ځای و او اوس په جاپان پوری اړه لری، د هغه ځای د مشر د ارامولو لپاره د بيړيو په واسطه طلايی کبان يووړل چی د ليوچيو په نامه ونومول شول او دغه نوم لا تر اوسه استعماليږی٠ د هالند مذهبی مبلغ مارتينی د دينی تبليغ لپاره د جنوبی چين هان جو ښار ته ورسيد او د چين له طلايی کبانو سره يی ډېره مينه درلوده، نو بيرته خپل وطن ته د ستنيدو په وخت کی په لويو سطلونو کی زيات طلايی کبان هالند ته يووړل چی د هغه هېواد د خلکو د حيرانتيا او ستاينی وړ وګرځيد٠ وروسته اروپايی بيړيو عمومأ له چين څخه بيرته خپلو هېوادونو ته د تګ په وخت کی د چين طلايی کبان يووړل ٠ په ١٧٢٨ کال کی په هالند کی د طلايی کبانو مصنوعی روزنه کاميابه شوه چی له دی امله طلايی کبان په ټوله اروپا کی پيدا کيږی٠ کله چی طلايی کبان د فرانسی د پاچا معشوقی ته د تحفی په توګه ورکړل شول، د ارزښتناک سوغات په حيث وګڼل شول٠ په ١٨٨٠ کال کی په پاريس کی د چين د طلايی کبانو په اړه تاريخ هم چاپ شو ٠

پنځه سوه کاله دمخه د چين د مينک په سلسله کی د خواجه جن هه په مشرۍ لويديځ ته د سفر په وخت کی ډېر زيات طلايی کبان د جنوبی اقيانوس ټاپووزمی ته يووړل شول ٠ په ١٧٢٧ کال کی د فليپين په ټاپووزمه کی د سولو هېواد استازی چين ته د سفر په وخت کی دوه سوه طلايی کبان په څلورو سطلونو کی بيرته سولو ته يووړل او وروسته طلايی کبان د سولو شاوخوا هېواد ليو سون ته وليږدول شول او وروسته تر هغه چی ليو سو او مانيلا د هسپانيی لخوا ونيول شول، طلايی کبان د هسپانيی بلی مستعمری مکسيسکو او د جنوبی امريکا نورو هېوادونو مثلا کيوبا او پيرو ته هم يووړل شول او په پای کی د هسپانيی مرکز مادريد ته ورسيدل٠ وروسته طلايی کبان په ١٧٩٤ کال کی بريتانيا او په ١٨٧٢ کال کی امريکا او نورو هېوادونو مثلا روسيی ، المان او هند ته هم وړل شوی وو٠ د کب نيونکی او طلايی کب په نامه د روسيی د مشهور ليکوال پوشکين افسانه په دنيا کی ډېر شهرت لری٠ هند ته د چين د طلايی کبانو له ليږدول کيدو وروسته د هغه هېواد د اقليمی او جغرافيايی چاپيريال د بدلون له امله د چينی طلايی کبانو باندی د ملغلری په شان سره داغونه پيدا شول٠ کله چی ١٩٥٤ کال د هند د وخت د صدراعظم نيهرو د زيږيدنی له ٦٥ کاليزی سره برابره وه، د چين د وخت صدراعظم جوينلاي سل دانی قيمتی طلايی کبان د تحفی په توګه ورته ورکړل ، د تيری پيړۍ په پنځمه لسيزه کی د چين د وخت د دولت رئيس مرستيالی سونګ چينګ لينګ برما ته د سفر په وخت کی د هغه هېواد صدراعظم ته هم قيمتی طلايی کبان ورکړل٠ چين هر کال د سلو مليونو امريکايی ډالرو په اندازه طلايی کبان بهر ته صادروی٠ د چين د طلايی کبانو جنسونه ډول ډول دی او په کور کی د طلايی کبانو روزنه د اوسيدونکو د احساساتو د بهترۍ او د چاپيريال د ښکلا لپاره ډېره ګټوره ده٠