<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-09 20:46:20    
د ډبرين ځنګل په نامه سيمه کې قومی کلتوری ځانګړتياوې

cri

د يون نان ولايت د ډبرين ځنګل نومی سيمې په هکله د يو لړ پروګرامونو د اوريدلو هرکلی کوو. د چين د يی قوم د ډيوې جشن چې د ختيځې نړۍ د کارنيول په نامه شهرت لری، د ډبرين ځنګل په سيمه کې يو لوی قومی جشن دی. هر کال د جون له وروستې لسيزې څخه د جولای تر لومړيو ورځو پورې سيلانيان نه يوازی د ډبرين ځنګل په سيمه کې له ښکليو منظرو څخه خوند او ګټه اخيستی بلکې د دغه جشن شوق و ذوق احساسولای شي.

ډير کسان د ډيوې جشن له امله د يی قوم پيژنی. يی قوم له ډېر پخوا راهيسی د اور درناوي کوی. په يوه کلي کې يوې انا خبريال ته وويل هرکال د دغه جشن په شپه کليوال د کاج له ښاخونو څخه د تړل شويو ډيوو په بلولو سره د پټيو په شاو خوا کې ګرځي چې په راتلونکي کال کې د ضررسونکو جنجيو وژلو او د ښو حاصلاتو لاس ته راوړلو دعا کوي.

د يی قوم يو هلک انګ ګو په وينا د ډيوې جشن په لومړې ورځ د لمانځنې درانده مراسم له شپې څخه تر سهار پورې ترسره کېږي. ده وويل د جشن په لومړې ورځ هره کورنۍ ډيوه تړی او بل يي کوی چې د شيطان شړلو او د ضرررسونکو جنجيو وژلو هيله ترسره کړي . د قمری جنتری له مخې د جون په څليرويشتمه نيټه ماښام د يی قوم ټول کليوال چې زاړه واړه، ښځې او نارينه له خوښيو او خوشحاليو څخه په ډکو فعاليتونو کې ګډون کوي. مثلا په ورځ د غواياو جنګ او پهلوۍ په شمول يو رنګارنګ فعاليتونه ترسره کېږي.

د جشن په لومړی ورځ د ډبرين ځنګل په سيمه کې اوسيدونکی سهار وخت له بېلا بېلو ځايونو څخه په يو لوي ډګر کې راغونډيږي او د غرمې په وخت کې ځوانان چې قومې جامې اغوندي، په داسې حال کې چې د درې تارونو لرونکي لويې موسيقي ألې غږوي، نڅا کوي. خو د منځني عمر کسان د شپيليو او نورو بانسي موسيقي الو په غږولو سره د ځوانانو لپاره همنوايي کوي او پخپله هم نڅا کوي چې په دي توګه لوی ډګر له ډېر شوق او خوشحاليو څخه په ډک سمندر ګرځي.

تر ماښام پوری د يی قوم ځوانان د ډيوو په پوره کولو سره په لارو کوڅو کې منډي وهي او له سيلانيانو سره يو ځای سندري او نڅا کوي چې له خوښيو څخه ډکه فضا او چاپيريال هر چا ته رسوي. په لومړې وخت کې د ډيوې جشن د يي قوم په کليو او بانډو کې تر سره کيده. وروسته دغه جشن د ډبرين ځنګل د سيلانۍ چارو په پرمختيا سره په دې سيمه کې يوه دوديزه نښه ګرځېدلې ده چې زيات شمېر چينی او بهرنی سيلانيان په دې هکله دغه ځای ته ځي.

د جشن په موده کې د ډبرين ځنګل په بېلا بېلو منظره لرونکيو ځايونو کې سيلانيان ډېره ګڼه ګوڼه ده او په ورځ له ډول ډول سپورتي او هنري فعاليتونو نه پرته ځانګړی خواړه په تيره بيا د غويي او پسه غوښو ښوروا ډېره خوندوره ده او زيات شمير سيلانيان راجلبوي. د ډبرين ځنګل سيمې د اداری څانګې د مرستيالې ميرمن جانګ يون لی په وينا د قومی کلتور او سيلانۍ ترمنځ يوځايښت د ځايي سيلانۍ د پرمختيا لپاره ډېر ارزښت لری. هغې وويل په تيرو زياتو کلونو کې د ډبرين ځنګل په سيمه کې سيلانی لارې چارې کمې وې، اوس موږ په دې هڅه کې يو چې سيلانی چاري رنګارنګ شی. د بېلګې په توګه سيلانيان کولی شی چې د ډبرين ځنګل له

سيمې څخه د ليدنې په څنګ په دې ځاي کې اوسيږي، ځانګړي خواړه وخوري، شيان واخلي چې د خپلې رخصتۍ ټوله موده تيره کړي. زموږ پلان دا دی چې په راتلونکي کې به د ډبرين ځنګل سيمه په نړيواله کچه يو مشهور سيلانی ځاي وګرځي. د ټاکلي پلان له مخې يو پنځه ستوريز هوټل به جوړ شی، په منظره لرونکې سيمه کې به د دفتر ودانۍ، کوچني هوټلونه او د نندارې سالونونه نورو ځايونو ته نقل شی. باور لرو چې چينی او بهرنی سيلانيان به ددی منظره لرونکې سيمې له ليدنې څخه لا زيات خوند واخلي.