د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخی، د پاکستان چايی خبري رسنيو د اګسټ په نهمه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد د واکمن مسلم ليګ ګوند مشر چودری حسين په همدې ورځ په اسلام أباد کی وويل پاکستان به د هېواد د اضطرارۍ پکې بيړني حال کی پاتی نشی او هغه خبر چې ولسمشر پرويز مشرف د بيړنۍ حال په اړه د پلان داعلان نيت لری، په بشپړه توګه ناسم خبر دی.
د پاکستان د ای پی پی خبری اژانس په همدې ورځ د حکومت د يو لوړ پوړی چارواکی په وينا وويل : ولسمشر مشرف په هېواد کې د أزادو ، معقولو او څرګندو ټولټاکنو د ترسره کولو څخه ملاتړ کوی او د عمومی ټولټاکنو د مخنيوۍ له هر ډول عمل سره مخالفت کوی٠ نو په پاکستان کی د بيړني حالت اعلانول بی دليله دي٠