<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-10 19:15:55    
افغان تکواندو کوونکي په چين کې

cri

د بهرنيان په چين کې د پروګرام عزتمندو اورېدونکيو زما نېکې هيلې او پېرزوينې ومنئ،هيله مند يم چې د خپلو ټولو دوستانو سره د ښه ژوند خاوندان اوسئ،درنو اوريدونکيو څه موده وړاندې دلته په بيجينګ کې د تکواندو نړيوالې سيالۍ ترسره شوې،او د شاوخوا يو سل اتيا هيوادونو لوبغاړو ګډون پکې کړی وو،چې د افغانستان تکواندو کوونکي هم پکې وځلېدل، ما هم ددې ډلې له يو شمېر غړو سره د چين او چينايانو په هکله ځينې پوښتنې کړيدي،او ددوی نظرونه مې پوښتلي ،چې که د خپرونې تر پايه راسره مله پاتې شئ نو وابه يې ورئ،

خوږو دوستانو د افغانستان د تکواندو کوونکيو ډله چې له شاوخوا لسو کسانو څخه جوړه شوې وه څو تنه ښځينه هم پکې شاملې وې،او دلته په بيجينګ کې يې څه باندې دوه اونۍ تېرې کړې،د لوبو د ترسره کولو ترڅنګ په بيجينګ کې ځينو مشهورو او تاريخي ځايونو ته هم ولاړل،او ليدنې يې ورڅخه وکړې،ددې ډلې مشر ښاغلی غلام رباني رباني د چينايانو له ښه چلند او تاوده هرکلي څخه ډېر خوښ وو،او داسې يادونه يې ترې وکړه:

د ټولې آسيا خلک په تېره بيا د چين خلک له مينې ډک چلند لري،ښه ميلمه پال خلک دي،چې په ريښتينې توګه يې کار کړنې د يو شمېر اروپايي هېوادونو د اوسېدونکيو په پرتله زيات توپير لري،او موږ زښت زيات ورڅخه خوښ يو،دوی په رښتيا سره د افغانستان ښه دوستان دي،

درنو دوستانو په افغانستان کې د شاوخوا درې لسيزو جنګ جګړو او ناخوالو په ترڅ کې هر څه ته تر ډېره حده زيانونه اوښتي،چې پدې لړ کې سپورتي چارې هم له پامه لوېدلې وې،او اړوندو چارواکو د بيلابيلو ستونزو له امله نشو کولای پوره پاملرنه ورته وکړي،خو په وروستيو څو کلونو کې د نورو څانګو او برخو تر څنګ سپورتي چارو ته هم يو څه پاملرنه شوې،او افغان ځوانان پدې توانيدلي چې په کور دننه او له هېواد څخه بهر سيالۍ ترسره کړي،چې پدې ترڅ کې يې ځېنې لاس ته راوړنې هم لرلي دي،د بيلګې په توګه د تکواندو په برخه کې د افغانستان د تکواندو ملي ټيم د دوه زره او دوهم کال راپه ديخوا په نړيواله او سيمه ايزه کچه ګڼ شمېر مډالونه ګټلي دي،دلته په بيجينګ کې د تکواندو په نړيوالو سياليو کې هم افغان لوبغاړو چې پدې رشته کې يې د سياليو يواځې څو کلونه تېريږي لسم مقام وګاټه چې دا ددې هېواد د ورزشکارانو لپاره چې د شاوخوا يوسل او اتيا هيوادونو تر منځ دې مقام ته رسيږي ډېره د اهميت وړ خبر ده،پدې سياليو کې نثار احمد بهاوي د ٧٢ کيلو ګرام په وزن سيالۍ کې د نړۍ دوهم ځاي ونيو،له ښاغلي بهاوي څخه مې د چينايانو د چال چلند په اړه وپوښتل نو په ډېرې خوښۍ سره يې وويل چينايان ډېر قدرمن خلک دي،او موږ ډېر ورڅخه خوښ يو،دی وايي:

دوي په رښتيا سره د ډېر ښه چلند او اخلاقو خاوندان دي،رويه يې ډېره مهربانه او تل يې مسکا پر خوله وي،زه ډېر زيات ورڅخه خوښ يم،هر چېرې چې تللی يم نو ددوی ستاينه مې کړېده،په ټوليزه توګه ددې سېمې د هيوادونو د بيلګې په توګه د چين،جاپان او کوريا د خلکو چال چلند ډېر ښه او صميمانه دی.

قدرمنو اورېدونکيو ټاکل شوې چې د دوه زره اتم کال د المپيک سپورتي لوبې دلته په بيجينګ کې ترسره شي،چې هر غښتلی او تکړه لوبغاړی په دا شان سياليو کې د ګډون هيله لري،کله مې چې دا پوښتنه له ښاغلي بهاوي سره شريکه کړه نو داسې ځواب يې راکړ:

د هر لوبغاړي وروستۍ هيله دا وي چې د المپيک په لوبو کې مډال ترلاسه کړي،که موږ ته هم په هغو سياليو کې د ګډون ونډه راکړاي شي نو حتمأ به بيا چين ته راشم،تر څو وکړای شم د المپيک له لوبو څخه هم يو مډال خپل هېواد ته يوسم.

عزتمندو دوستانو لکه څنګه مې چې مخکې درته وويل د افغان تکواندو کوونکيو په ډله کې يو شمېر ښځينه لوبغاړې هم شاملې وې،چې په سياليو کې يې ګډون درلود،رويا زماني چې د افغانستان د تکواندو د ملي ټيم روزونکې ده،هم پدې ډله کې راغلې وه،نوموړې هم پخپل وار د چينايانو له ښه چال چلند څخه خوښي څرګنده کړه،دې وويل که څه هم تر هغه مهاله يې په چين کې زيات وخت نه وو تېر کړی،خو په لمړي سر کې يې د چينايانو له مينې ډکه رويه خوښه شوه،دې وويل:

تر اوسه مې له چينايانو سره دومره زياته ناسته ولاړه نده کړې او ټولنې ته يې هم نه يم ننوتلې،خلک مې هم په بشپړه توګه ندي ليدلي،خو تر همدې حاله يې زموږ ښه مېلمه پالنه کړې،او موږ ډېر ترې خوښ يو.

د بهرنيان په چين کې د پروګرام درنو اورېدونکيو د ننني پروګرام وخت په همدې ځای پای ته رسيږي،د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې خپل کوربه خوشحال تايب ته اجازه راکړئ،ښاد او آباد اوسئ.