<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-10 19:43:42    
چين د لرغونيو کتابونو د ساتنې لپاره هڅه کوي

cri

په وروستيو کلونو کې د چين حکومت د هيواد د اقتصادي پرمختګ د چټکتيا تر څنګ، د ملي کلتور د ساتنې او پرمختيا لپاره زياته هڅې کړيدي ، د بېلګې په توګه لنډه موده مخکې يي د چين د لرغونيو کتابونو د ساتنې مرکز جوړ کړی چې دا د دوديز کلتور د ساتنې په اړه يو نوی تدبير کڼل کېږي. د هنر او کلتور پروګرام په ننۍ کړۍ کې به د لرغونيو کتابونو د ساتنې په هکله د چين د غوره شويو تدبيرونو په اړه څه معلومات درکړم.

بېلا بېل هېوادونه لرغونيو کتابونو ته بېلا بېلې معناګانې ورکوي. په چين کې هغه کتابونه لرغوني بلل کېږي چې له ١٩١١ کال مخکې يعنی د چپن د وروستی امپراطوری دورې له پای مخکې چاپ شوي وو. له دغو کتابونو څخه هغه کم شمير برخه د علمي څيړنې او هنري فن له پلوه ډير ارزښتناک دي .

اويايم کلن لي جي جونګ چې په چين کې د لرغوني کتابونو د پيژندنې او څيړنې په ساحه کې يو مشهور کارپوه دی ، له ډېر کلونو راهيسی له اړوندو ارګانونو څخه غوښتنه کړې چې د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې د لرغونيو کتابونو عمومي څيړنه او تحقيقات سر ته ورسوي او د دغو کتابونو د ساتنې لپاره يو واحد معيار وټاکي. اوس مهال په چين کې د دغه کار د پلی کېدو پلان طرح شوی دی . د ټاکلي پلان له مخې به د لرغونيو کتابونود ساتنې مرکز په روان کال کې د چين په بېلا يېلو سيمو کې د عمومی څېړنې کارونه تر سره کړي.لي جي جونګ وويل دا د ډيرې خوشالۍ کار

ده وويل د چين په تاريخ کې ډېر ارزښتناک کتابونه ساتل شوي ، خو ورک شوي کتابونه يي هم زيات دي. د اوږدې مودې څيړنې او له پخوانيو درسونو څخه د عبرت اخيستلو له لارې د ماليې او کلتور وزارتونو ډېر تدبيرونه نيولي او د دغې موخې د تر سره کېدو لپاره يي هڅې کړي دي چې نه يوازی دغه ارزښتناک کتابونه په ښه ډول وساتل شي بلکې وګړي هم له دغو کتابونو څخه ډېره ګټه واخيستلای شی.

د يوويشتمې پېړۍ د رارسېدو راهيسی چين د لرغوني کلتور ساتنې ته ډېره پاملرنه کړي او د کلتور، تاريخ او ساينس په ګډون په بېلا بېلو ساحو کې يې د لس زرو په شاو خوا کې بېلا بېل لرغوني کتابونه راټول کړي دي. په دوه زره او دوهم کال کې د چين حکومت د يو لړ زيانمن شويو لرغونيو کتابونو د رغونې او چاپونې لپاره ځانګړې پيسې بېلې کړې او د ديجتال تکنولوژۍ په وسيله يي چاپ کړيدي. اړوندې مسؤلې چن هونګ يان وويل لومړی مو يو شمېر ارزښتناک کتابونه کاپي او بيا جوړ کړي دي. تر اوسه د تانګ، سونګ،جين، ياونګ، منيګ او چينګ سلسلو په ګډون دوه دېرش ډولونه صلاح شوي او نور زيات د بيا جوړولو په حال کې دي. چن هونګ يان زياته کړه اوه سوه ډوله لرغوني کتابونه مو غوره کړي خو د بېلا بېلو ستونزو له امله اوس مهال هر کال يوازی دوه سوه ډولونه کتابونه کاپي او چاپولی شو.

د ياد شوی مرکز د مشر پروفيسر جان فو ژی په أند اوس مهال د لرغوني کتابونو د بيا جوړولو تحنيک پرمختللی نه دی او په اړوندو ساحو کې ، په تيره بيا د قومي لږکيو لرغوني کتابونو د ساتنې او تنظيمولو په ساحه کې د ښه کارکوونکو شمېر ډېر لږ دی.

نو ډېر لرغوني کتابونه له ورک کېدو سره مخامخ دي. بر سېره پردی د لرغونيو کتابونو د ساتنې په اړه د يو واحد ميعار نشتوالی هم يوه بله ستونزه ده.

پروفيسر جان فو ژی وويل د کاغذونو له لارې د چيني کلتور پرمختګ يوه ډېره مهمه دنده ده. د لرغونيو کتابونو مرکز به په راتلونکی لنډه موده کې درې عمده دندې ولري. لومړی دا چې د لرغونيو کتابونو د عمومی څيړنې او تحقيقاتو په اړه کارونه پيل شي او د دولت د ارزښتناکو کتابونو نومونه لس جوړ شي. دوهم دا چي د دغو کتابونو د رغونې بهير چټک شي او د رغونې کچه يې لوړ شي. دريم دا چې د دغو کتابونو د تنظيمولو، چاپولو او تری د ګټه اخيستلو لپاره پياوړی تدبيرونه ونيول شي. ده زياته کړه چين به په راتلونکی کې د لرغونيو کتابونو يو ديجتال کتابتون جوړ کړي چې وګړيو ته د دغو کتابونو د لوست لپاره ديجتال خدمتونه هم برابر کړي.