<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-10 19:54:01    
د ګوانګ جو ښار ( ١ )

cri

د ګوانګ جو ښار د چين د مرکزی حکومت تر مستقيمې اداری لاندی يو لوی ښار او د ګوانګ دونګ ولايت د جو جيانګ دلتا په شمال کی پروت دی ٠ ګوانګ جو د چين په جنوب کی يو ډير لوی ښار دی چی د چين جنوبی بحيری ته نژدی او د درو کوچنيو سيندونو په تقاطع کی پروت دی٠

په ګوانګ جو کی اقليم ګرم او لوند او د کال په ٤ فصلونو کی تل زرغون وی٠ ګوانګ جو د نيمه حاره ښار په توګه ښکلی منظری لری او د ګلانو ښار په توګه هم ډير شهرت لری٠ ګوانګ جو لرغونی تاريخ لری ، په ١٩٨٢ کال کی د چين د دولتی شورا له خوا د هيواد د تاريخی او کلتوری مشهور ښار په حيث ټاکل شوی دی ٠

په دغه ښار کی ډير مشهور تاريخی ځايونه او لرغونی اثار ليدل کيږی، په دی جمله کی د بای يون پر غره باندی له يوی څخه تر بلی څوکی پوری ځنګل شته ، د دو شان بانډه، ننګ ژن معبد، مينګ جو ودانی او د شيوی يو نندارتون په شمول مشهور ځايونه هم په نوموړی غره کی موجود دی٠ په ښار کی د يو شيو غر د يو شيو پارک ګرځيدلی دی چی نوموړی پارک د غره په څوکه کی واقع دی د جونګ شان له ياد ګاری ځای څخه د ګوانګ جو بشپړه او هر اړخيزه منظره ليدل کيږی٠

ګوانګ جو د ورخلاصون يو بندری ښار دی، د چين د صادراتی مالونو د سوداګريز نندارتون هر کال د پسرلی او منی په دوو فصلونو کی په دی ښار کی جوړيږی او د ټولی نړۍ نه راغلی سوداګران په نوموړی نندارتون کی ګډون کوی٠ د ښار اقتصاد په چټکه توګه پرمختګ کوی او تر اوسه پوری د سپکو صنايعو سيستم رامنځته شوی او سوداګريزو چارو ئی هم پرمختګ موندلی دی٠

ګوانګ جو په لرغونی زمانه کی د چين ډير مهم بندر و او د هان په سلسله کی ئی د باندنيو هيوادونو سره سوداګريز تګ را تګ درلود٠ په ګوانګ جو کی د بهرنيانو شمير ډير ؤ او څه د پاسه سل زرو تنو بهرنيو سوداګرانو په ګوانګ جو کی ژوند کاوه چی په دی جمله کی زياتره عربان وو٠