<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-12 17:47:22    
د لی شوانګ جيانګ له خوا ويل شوی د شينجيانګ سندری

cri

 د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهور سندرغاړی لی شوانګ جيانګ له خوا ويل شوی د شينجيانګ سندری وړاندی کړو٠

( سندره ١ )

تاسو همدااوس د لی شوانګ جيانګ له خوا ويل شوی سندره واوريده چی نوم يی وو د دا بن ښار نجونی٠ لی شوانګ جيانګ په ١٩٣٩ کال کی د چين د شمال ختيځ په هاربين ښار کی زيږيدلی او د ماشومتوب په موده کی يی د سندرو له ويلو سره ډېره مينه درلود٠ په ١٩٦٣ کال کی لی شوانګ جيانګ د چين د موسيقی له مرکزی پوهنځی څخه له فراغت وروسته د شينجيانګ د پوځی هنری ډلی د يو ځانګړی سندرغاړی په توګه ومنل شو٠

اوس به موږ په ګډه لی شوانګ جيانګ له خوا ويل شوی د شينجيانګ قزاقی قوم يوه ولسی سندره واورو چی نوم يی دی زما ګل٠

( سندره ٢ )

شينجيانګ د چين په شمال لويديځی سيمی کی واقع دی چی پکی د ويغور او قزاق په ګډون لسګونه ملی لږکۍ ژوند کوی٠په شينجيانګ کی خلک د سندرو ويلو او د نڅا په کولو کی ډېره تکړه ده٠

د تېری پيړی له اتيا لسيزی راهيسی لی شوانګ جيانګ نه يوازی سندری ويلی ، بلکی د موسيقی د څېړنی او ښوونی په کارونو کی کوښښ کړی٠ د پروګرام په پای کی به موږ په ګډه د لی شوانګ جيانګ له خوا ويل شوی د شينجيانګ يوه خوندوره

سندره واورو چی نوم يی دی الاموخان٠ په دغه سندره کی د ښکلی نجلۍ الاموخان ستاينه کيږی٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!