<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-13 14:59:46    
په داخلی مغولستان کې اقتصاد چټک پرمختګ کړی دی

cri

ګرانو اوريدونکيو، د داخلی مغولستان د خپلواکې سيمې د منځنی او لويديځی برخې د هو هه هاو ته، باو تو او ئه ار دو سی په ښارونو کې د کورنيو توليداتو د عمومی ارزښت په ٢٠٠٦ کال کې د دغې سيمې د کورنيو توليداتو د عمومی ارزښت نيمه برخه نيولې چې په داخلی مغولستان کې د پاملرنې وړ ښارونه ګڼل کيږي.د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغو ښارونو د اقتصادی پرمختګ په باب معلومات وړاندی کړو.

د داخلی مغولستان خپلواکه سيمه د ١٩٤٧ کال د می په لومړی ورځ جوړه شوه چې په چين کې د لږ کيو تر ټولو لومړۍ خپلواکه سيمه وه.د دغې سيمې د جوړولو په پيل کې ډېرو خلکو د مالدرۍ په چارو بوخت وو او اقتصاد يی وروسته پاتی و. خو له شپيتو کلونو راهيسی د چين د مرکزی حکومت د ملاتړ او د دغې سيمې د بېلا بېلو قومی خلکو د ګډو کوششونو له امله ددغې سيمې اقتصاد يی چټک پرمختګ کړی دی. دوه نوي کلن مغولي سپين ږيری خبريال ته وويل  زمونږ د سيمې د جوړولو په پيل کې يوازی د چاي او ټوکرانو توليدولو په شمول يوشمېر کوچنی تصدۍ موجودې وې، خو توليدې لارې چارې يې وروسته پاتی او صنعتی جوړښت يې ساده و.

د کمزوری صنعتی بنسټ له امله د داخلی مغولستان اقتصاد ورو پرمختګ کاوه، خو د تېرې پيړۍ د نهمې لسيزې له پيل څخه دغه حالت بدل شوی دی.د درو لويو ښارونو په مشرۍ د دغې سيمې اقتصادی پرمختګ په عمومی ډول چټکتيا موندلې ده.

د هوهه هاوت ښار چې د داخلی مغولستان مرکز دی، د تېرې پيړۍ له نهمې لسيزې څخه غوره صنايعو ته پرمختګ ور کړی او د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو لپاره يې کوشش کړی دی. تر اوسه پوری په دغه ښار کې د هغو صنعتی تصديو شمېر دوه سوه او دوه اويا ته رسيدلی چې د پلور کلني عايدات يې له پنځه مليونو څخه زيات دي.د دغه ښار ښاروال تانګ اي جون وويل په وروستيو کلونو کې د صنعتی جوړښت په غوره کولو سره په دغه ښار کې د هغو تصديو ځای نويو عصری تصديو نيولی چې ډېره ککړتيا يې رامنځته کوله او زياته انرژي يې لګوله.

 پخوا په صنعتی سيستم کې يوازی د کيمياوی صنعت، خوړو او ساختمانی توکيو په شمول کوچنۍ او کمزورې تصدۍ شمالې وې. خو اوس په داخلی مغولستان کې د غواوو روزلو، بريښنا توليدولو، الکترونيکو او معلوماتی توليداتو، بيولوژيکی درملونو، کيمياوی صنعت او ماشين ألاتو جوړولو په شمول شپږ مهم صنايع جوړ شوي دي.

د معلوماتو له مخې تر اوسه پوری د شېدو توليدولو د چين تر ټولو دوه لويې تصدۍ په دغه ښار کې پاتی دی چې له مخې يې د هر بزګر په سر عايدات په سلو کې څلويښت برخه د غواوو له روزلو څخه تر لاسه کيږي.

د باو تو ښار هم د داخلی مغولستان يو مهم صنعتی ښار دی چې د فولادو او درنو صنايعو ډلو په شمول يو لړ لويې تصدۍ لري.د دغه ښار د اقتصادی او سوداګريزې کميټې مسئول وانګ هوي مينګ وويل  ښاروالۍ د دوديزو صنايعو د ښه والی له لاری د تصديو د سيالۍ توان لوړ کړی چې له امله يې توليدی اندازه زياته شوې او د توليداتو کيفيت يې هم ښه شوی دی.

د هو هه هاو ته او باتو په پرتله د ئه ار دو سی ښار کوچنی دی، خو په اقتصادی پرمختګ کی يې چټک پرمختګ کړی دی.د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ددغه ښار د ماليې عايدات له اته مليارډ يوانو څخه اوښتی چې دغه شمېر د نوموړو دوو ښارونو په پرتله زيات دی.

د دغو دريو مهمو ښارونو د اقتصادی پرمختګ له امله په وروستيو کلونو کې د داخلی مغولستان د خپلواکې سيمې اقتصاد پرمختګ چټک شوی چې په پر له پسی تېرو پنځو کلونو کې يې د اقتصاد پرمختيايی انډول په چين کې لومړی مقام نيولی دی.له پلان سره سم به په ٢٠١٠ کال کې د دغو ښارونو د اقتصادی عايداتو اندازه د کورنيو توليداتو د عمومی اندازې په سلو کې ٢ برخه ونيسي.