<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-13 17:26:22    
د چين د شينجيانګ د يوې تصدی د ويغوری خاوند روژه حاجی کيسه

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چين شينجيانګ ته د کتنی پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د يوې تصدی ويغوری خاوند روژه حاجی دروپيژنو٠

قدرمنو دوستانو، د چين په شينجيانګ کې د اخلاص په نامه يو سوداګريز شرکت شته او لړيز مارکيټونه يې د شينجيانګ په بېلا بېلو ځايونو کی خپاره دي٠ د دغه شرکت خاوند روژه حاجی نوميږی او د ويغوری قوم هېوادوال دی٠ هغه د خپل شرکت د نوم په شان يو صادق او باوری سړی دی٠

ښاغلی روژه حاجی په ١٩٦٨ کال کی د شينجيانګ په جنوب د ويغوری قوم په يوه عادی کورنۍ کی وزيږيد، پلار يې د ټوکرانو او کاليو سوداګر و ، روژه حاجی په هلکتوب کی له خپل پلار څخه د سوداګرۍ په زده کړه پيل وکړ٠ په ١٩٨٥ کال کې هغه د سوداګرۍ لپاره له خپل مشر ورور سره يو ځای د چين په جنوب کې يو پرمختللی ښار ګوانګ جو ته ورسيد او له دغه ښار او شاوخوا ښارونو څخه به يې ټوکران د عمده پلورنې له لاری شينجيانګ ته راوړل٠ د سوداګرۍ په بهير کی د ژبو توپير يوه سخته ستونزه وه ٠ هغه وويل :

( غږ ) ٌ په هغه وخت کی ځکه چې د چين ملی ژبه زما ښه زده نه وه، نو په سوداګرۍ کې له زياتو ستونزو سره مخامخ شوم او ټينګ هوډ می وکړچې په کوشش سره د ملی ژبې زده کړه وکړم ترڅو د سوداګرۍ په لار کی زما خنډونه ليری شی٠ٌ

هغه د چين د ملی ژبې د زده کړې تر څنګ ترکيی ژبه هم زده کړه ٠ ده په ١٩٩٠ کال په ترکيه کې د شينجيانګ د اتوش وروڼو اليکترونيک شرکت پرانيست او د کلپونو، لايټرونو او وړوکو فلزی شيانو په شمول د چين کوچنی سوداګريز شيان يې ترکيې ته صادر کړي دي چې په څو کلونو کی د ده د سوداګرۍ ارزښت څه دپاسه پنځه مليونو امريکايی ډالرو ته ورسيد ٠

روژه حاجی د خپل اخلاص او کوششونو له لاری ورځ په ورځ خپله سوداګری پراخه کړی او سوداګريز شيان يې د منځنی او لويديځې أسيا او لويديځې أروپا پر هېوادونو باندی پلورلي دي٠ خو کله چې په نورو هېوادونوکی د روژه حاجی سوداګرۍ ډير ښه پرمختګ کاوه، پريکړه يې وکړه چې خپله سوداګرۍ بيرته شينجيانګ ته راوړی ترڅو د پلرنی ټاټوبی د خلکو لپاره خدمتونه ترسره کړی٠ هغه وويل :

( غږ ) ٌ زه د ځوانتوب په وخت کی ديخواهاخوا ته تلم ، ځکه چې هلته يو ګوښه ځای وو او په هغه وخت کی د خلکو ژوند هم ښه نه و، نو له پلرنی ټاټوبی سره می ژور احساسات نه درلودل ٠ خو د خپل د عمر د زياتيدو او د اقتصادی توان د لوړيدو ترڅنګ ګام په ګام د کوچنيتوب ژوند او د شينجيانګ هيوادوالو او شيانو احساس راسره ژور شو ٠ په حقيقت کی که هر چيرته ځم ، زما ريښه د تل لپاره په شينجيانګ کی پاتې ده٠ د يو شينجيانګيی په توګه بايد د پلرنی ټاټوبی لپاره خدمتونو ترسره کړم ٠ ٌ

په ٢٠٠٠ کال کی ښاغلی روژه حاجی په وروموچی کې د اخلاص په نامه يو سوداګريز شرکت جوړ کړی او د ځايی اسلامی خوراکونو او وارداتی خوراکونو په معاملاتو يې پيل کړی دی٠ په ٢٠٠١ کال کی د دې شرکت لومړی سوپر مارګيټ پرانيستل شوی او ورپسی په څو کلونو کی د ده لړيز سوپر مارکيټونه د شينجيانګ په بېلا بېلو ځايونو کی خپاره شوي دي٠ څرنګه چې ښاغلی روژه حاجی تل د اخلاص پر بنسټ ولاړ دی، نو زيات سوداګريز همکاران د ده ښه دوستان ګرځيدلی دی٠ ښاغلی ابليز يو له دغو ښو دوستانو څخه شميرل کيږی٠ هغه وويل :

( غږ ) ٌ د روژه حاجی د سوپر مارکيټ له پرانيستلو وروسته ما د ده په اجازه په قومول ښار کی د ده د سوپر مارکيټ يو فرعی دکان پرانيستی دی٠ مونږ د اشنايی کيدو په پيل کی يوازی سوداګريزې اړيکی درلودې، خو د وختونو په تيريدو سره ما احساس کړی چې هغه يو مهربان ، هوښيار او پر خپلې ژمنې ټينګ سړی دی، نو زه هغه د خپل ښه دوست په توګه بولم او خوشحاله يم چې له هغه سره خبرې کوم او سره يوځای ډوډۍ ورسره خورم ٠ که د يوې مودې لپاره له هغه سره کتنه و نه کړم ، نو ورپسې خپه کيږم ٠ ٌ

اوس په شينجيانګ کی د اخلاص شرکت څه دپاسه پنځه سوه لړيز سوپر مارکيتونه شته ٠ بډای شوی روژه حاجی او د ده مشر ورور د خپل پلرنی ټاټوبی د أبادۍ او پرمختګ لپاره هم تر وسی پوری خدمتونه ترسره کوی، دوی دواړو په خپل ټاټوبی کی د ويالو جوړولو لپاره پنځه لکه او څلويښت زره يوانه د بسپنې په توګه ورکړې او د کاشغر په سيمه کی يې د دوه لکو يوانو په بسپنې سره د اخلاص په نامه يو لومړی ښوونځی جوړ کړی دی٠ روژه حاجی تل وايی : که څه هم زه بډای شوی يم ، خو د خپل ټاټوبی زيات شمير کليوال لا هم نسبتأ بی وزلی دی، نو زه بايد له دوی سره مرسته وکړم چې دا د چينائيانو دوديز غوره اخلاق هم دی٠

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د اخلاص سوداګريز شرکت د خاوند روژه حاجی په هکله يو راپور واوريد، ستاسی له اوريدنې څخه مننه کوو، سوکالۍ اوسئ !