<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-13 18:52:56    
په بيجينګ کې منظره لرونکې سيمې __اسمانی معبد

cri

اسمانی معبد د امپراتور له خوا اسمان ته د دعا کولو يو محراب و چې د چين پلازمينې د بيجينګ ښار په جنوب ختيځ کې پروت دی. د اسمانی معبد په نامه محراب د جوړولو کار په ١٤٠٦ ميلادي کال کې پيل او په ١٤٢٠ ميلادي کال کې بشپړ شو چې ١٤ کاله وخت يې ونيو. اسمانی معبد له يو شمير ودانيو څخه عبارت دی چې عمومي پراخوالی يې دوه مليون او اووه لکو مربع مترو ته رسيږي.

اسمانی معبد پخوا اسمان ته د دعا کولو محراب و، د مينګ او چينګ په امپراتوري لړيو کې به امپراتور هر کال اسمان ته د دعا کولو لپاره دغه معبد ته تله او هلته به يې اسمان ته د دعا کولو مراسم پر ځای کول. څرنګه چې امپراتور خپل ځان د اسمان د زوي په توګه ګاڼه، نو اسمان ته به يې ډير احترام درلود. دوی نه يوازې په دغه ځای کې اسمان ته دعا کوله بلکې د ځمکې دعا او هيله يې هم کوله چې هر کال د غلودانو ښه حاصلات لاسه ته راوړي.

اسمانی معبد دوه طبقه ايز مربع ديوالونه لری چې له اسمانی معبد را چاپير دی. د دغه معبد له عمده ودانيو څخه کورنی ديوال راتاو دی، له دغو عمده ودانيو څخه يوه ودانۍ چې چي نيان ديان نوميږي، په ځانګړې توګه اسمان او ځمکې ته د دعا کولو لپاره جوړه شوې او د دغه معبد په جنوب کې پرته ده، دا يوه لوړه او دايروي ودانۍ ده چې لوړوالی يې ٣٨ متره او قطر يې ٣٠ متره دی. اوس دا ودانۍ د اسمانی معبد د نښې په توګه ګڼل کېږي. د دغه ودانۍ په يوه ليکه کې له جنوب څخه شمال ته د ٣٦٠٠ مترو په اوږدوالي له پراخو لارو سره نښلې او د دې څرګندونه کوي چې

اسمان ته د رسيدو په خاطر بايد اوږده لار ووهل شي. د چي نيان ديان په نامه ودانۍ پر درې پوړيزه ډبرينو بنسټونو باندې ولاړه ده، ټوله ودانۍ يې دايروي بڼه لري. د ودانۍ بام يې په شين رنګه کاشيو سره جوړ شوی او دننه برخه يې ځانګړی جوړښت لري. د لرګيو ٢٨ لويې او لوړې ستنې د دغه غټه ودانۍ تکيه کوي. ټوله ودانۍ په پوره عظمت او ښکلا سره جوړه شوې چې د اسماني معبد ځلانده څيره يې له ورايه څرګندېږي. نوموړي وداني د تالندي او برېښنا د رالويدو له امله سوځيدلی وه او په ١٨٩٠ کال کې يو ځل بيا جوړه شوه. دا ودانۍ د چين ځانګړی ساختمانی سبک څرګندوي.

د چي نيان ديان په نامه ودانۍ د اسمانی معبد په شمال کې ده او په جنوب کې يې يو ځانګړی دايروي ديوال ولاړ دی. د ددغه دايروي ديوال کورنی قطر ٢٥ اعشاريه يو متره دی. که دوه تنه يو د دغه ديوال په شمال او بل په جنوب او يا په ختيځ او لويديځ کې ودريږي او يو تن په ټيټ غږ خبرې وکړي، نو په څرګند ډول د بل کس غوږونو ته رسيږي، لکه دوه ملګري چې يو له بل سره په تليفون خبرې کوي. دا په رښتيا هم د حيرانتيا او تعجب وړ ديوال دی، وګړي ورته د غږ کوونکی ديوال وايي. د دغه ديوال په مخکنۍ مقابله لار کې د ډبرو درې تختې پرتې دي او له ديوال څخه د هرې ډبرې واټن يو شان نه دي، په دې توګه د يوه غږ غبرګون څو څو ځله د اوريدو وړ وي او نوموړي ډبرينې تختې د غږونو ډبرو په نامه ياديږي.

هيوان چو اسمان ته د دعاد يادولو معبد دی، د دې معبد ځانګړتيا دا ده چې د زينې د لارې پل او د اړخونو ټولې ډبرې يې شنې دي يعني اسماني رنګ لري. د اسمانی معبد ځانګړتيا چين ته د سيلانيانو د راتګ يوه مهمه برخه جوړوي.