<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-13 19:31:12    
د ٢٠١٠ کال د شانګهای د نړيوال نندارتون تياريانی په عادي توګه روانې دي

cri

د اګست په پنځمه نېټه د ٢٠١٠ کال د شانګهای د نړيوال نندارتون پرانيستنې ته زر ورځې پاتې شوې. دا به په يو پرمختيايی هېواد کې لومړی تر سره کېدونکی نړيوال نندراتون وي. د شانګهای د نړيوال نندارتون د تشکيلاتی کمېټې دايمی مرستيال او د دغه ښار ښاروال يانګ شيونګ څو ورځې دمخه په بېجينګ کې وويل اوس د دغه نندارتون تياريانې په عادي توګه روانې دي او ډېرو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو پکې د ګډون ژمنه کړی ده.

نوموړی نړېوال نندارتون به د ٢٠١٠ کال د مې له لومړۍ نېټې څخه تر يودېرشمې نېټې پوری په شانګهای کې تر سره شي. د ښاغلي يانګ شيونګ په وينا، د تېر جولای تر يودېرشمې نېټې پوری، يو سل او اته پنځوسو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ژمنه کړی چې په دغه نندارتون کې به ګډون وکړي او د راتلونکی کال تر پايه پوری به ښايی دغه شمېر دوه سوو ته ورسېږي. د نړيوالې ټولنې د دغه شان فعال غبرګون ساری د نړيوال نندارتون په يو سل او پنځوس کلن تاريخ کې لږ ليدل کېږي. د ګډون کوونکو پرمختيايی هېوادونو د ملاتړ لپاره، چين د سل مليون امريکايی ډالرو مرستندويه صندوق جوړ کړی دی.

اوس د نړېوال نندارتون د سيمې ابادي له پلان سره سمه روانه ده. د روان کال په دوهمه نيمه کې به د چينی غرفې او د مضمون غرفې جوړونه پيل شي. اوس د چينی

غرفې د طرحې پلان د سيالی پړاو ته رسيدلی دی. د نړيوال نندارتون مرکز چې د اطلاعاتو او فوروم په شمول محتويات لري، جوړونه يی په تېر جون کې پيل شوې ده.

اټکل کيږی چې د نړيوال نندارتون په موده کې به اويا مليونه نندارچيان راجلب کړی شي، نو په بريالی توګه د شانګهای د نړيوال نندارتون د تر سره کولو لپاره، شانګهای د بنسټيزو تسيساتو د جوړونې د پياوړتيا لپاره يو لړ تدبيرونه نيولی دي. ښاغلي يانګ شيونګ وويل اوس د اورګاډي لارې او هوايی ډګر په شمول د ترانسپورت ټولې چارې د بيارغونې په حال کی دي. د پو دونګ هوايی ډګر د بيارغونې دوهم پړاو به د روان کال په پای کې بشپړ شي او د نړيوال نندارتون په موده کې به دغه هوايی ډګر اويا مليون وګړی ومنلای شي. وروسته به د هونګ چياو هوايی ډګر هم بياورغول شي.

پر دې سربيره، شاګهای له ګاونډيو ښارونو سره د چټک سرعت سړکونو جوړونې ته دوام ور کوی. تر ٢٠١٠ کال پوری به د شانګهای او ګاونډيو ښارونو تر منځ د چټک سرعت شپېته سړکونه موجود وي او د ميترو اوږدوالی به څلور سوه کيلو ميترو ته ورسيږي.

د ښاغلي يانګ په وينا، د چاپېريال ساتنه او انرژۍ سپمول د شانګهای د نړيوال نندارتون يوه مهمه برخه ده. د دغه نندارتون د سيمې او بنسټيزو تاسيساتو د جوړونې په ترڅ کې به نوې تکنولوژۍ، انرژي او اومه مواد استعمال شي چې له امله يې چاپېريال وساتل شي او انرژۍ وسپمېږي.