د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د اګست په ١٣مه نېټه وويل دغه هېواد د خپلو ګټو ساتلو لپاره د ترهګرۍ او تندلاری پر ضد مبارزه کوي.
ښاغلي مشرف دغه څرګندونې په همدې ورځ د پاکستان د خپلواکۍ د شپېتمې کليزې په مناسبت په يو ځانګړی ټلويزيونی پروګرام کې وکړې.
نوموړي وويل د امريکا ولسمشر ته د ديموکرات ګوند نومأند باراک وباما هغه وينا د امريکا د حکومت رسمی رويه نه ده چې دغه هېواد بايد په پاکستان کې مستقيم پوځی عمليات تر سره کړي.