د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس هو جين تاو د اګست په ١٤مه نېټه له بيجينګ څخه د قرغيزستان پلازمينی بيشکيک ته وخوځيد.
رئيس هو جين تاو به لومړی له قرغيزستان څخه رسمی ليدنه وکړي او ورپسی به په بيشکيک کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو د شورا په اوومه غونډه کې ګډون وکړي.له دې وروسته به رئيس هو جين تاو د دغه سازمان د نورو غړيو هېوادونو له مشرانو سره د روسيی په چيليابينسک کې پوځې مانوره وګوري. دی به له قزاقستان څخه هم رسمی ليدنه وکړي.