<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-14 10:21:07    
بان کي مون د طالبانو لخوا د دوه تنه کوريايی ښځينه يرغمل خوشی کولو په اړه خوښی څرګنده کړه

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د م م سرمنشی بان کي مون د اګست په ديارلسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو لخوا د دوه تنه کوريايی ښځينه يرغمل خوشی کولو په اړه خوښي څرګنده کړه.

بان کي مون په دغه اعلاميه کې هيله څرګنده کړه چې نور کوريايی، افغاني او الماني يرغمل هم په نژدی وخت کې خوشی شي.

د يو بل خبر له مخې، د کوريا جمهوريت ولسمشر روه موهيون په همدې ورځ وويل دی د دوو ښځينه يرغملو د خوشی کېدو په اړه ډېر خوشحاله دی او امر يې وکړ چې کوريا جمهوريت د نورو نولس تنه يرغملو د خوشی کېدو لپاره تر وسی پوری کوششونه وکړي.