<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-14 14:16:16    
ولسمشر هو جن تاو له بيجينګ څخه وخوځيد او منځني اسيأ ته يي په خپل سفر پيل وکړ

cri
د چين ولسمشر هو جن تاو د اګسټ په څوارلسمه نېټه له بيجينګ څخه وخوځيد او منځني اسيأ ته يي په خپل سفر پيل وکړ ٠ ولسمشر هو جن تاو په دغه پنځه ورځني سفر کې قرغيزستان ته رسمي سفر وکړي ، د شانګهاي د همکارۍ سازمان د غړيو هيوادونو په سرمشريزه غونډه کې به ګډون وکړي ، د دغه سازمان د ترهګرۍ ضد پوځي تمرينونه ننداره به وکړي او ورپسي به قزاقستان ته هم رسمي سفر وکړي ٠ د چين د بهرنيو چارو وزارت يو اړوند چارواکي وويل چې منځنۍ اسيأ ته د ولسمشر هو جن تاو دغه سفر په روان کال کې د چين يو بل لوي او مهم ديپلوماتيک فعاليت ګڼل کيږي ٠
د اګسټ په څوارلسمه نېټه د قيرغيرستان پلازمېنه بيشکيک ته له رسيدو وروسته به ولسمشر هو جن تاو لومړي په دغه هيواد کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکود پياوړتيا له پاره يو لړ فعاليتونه ترسره کړي ٠ د چين د بهرنيو چارو وزارت يو اړوند چارواکي ښاغلي لي هوي په دي وروستيو ورځو کې له خبري رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې دغه سفر د چين او قرغيزستان ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګيدو له پنځه لسمې کاليزې او د دواړو هيوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب او همکارۍ تړون د لاسليک له پنځمې کاليزې سره برابر دي٠ نودغه سفر د چين او قيرغيرستان ترمنځ د اړيکو د هر اړخيز پرمختګ له پاره هم ډير مهم تاريخي
ارزښت لري ٠ نوموړي باور څرګند کړ چې د دغه سفر له لارې د دواړو هيوادونو ترمنځ د سياسي باور د پياوړتيا ، د د دواړو خواوو ترمنځ د واقيعي همکارۍ د پرمختګ او د امنيتي چارو په هکله د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ د ژورتيا موخه سرته رسيدلي شي ٠
د شانګهاي د همکارۍ سازمان د غړيو هيوادونو اوومه سرمشريزه غونډه به د اګسټ په شپاړسمه نېټه په بيشکيک کې تر سره شي ٠ دغه غونډه به يوه ډيره لويه غونډه وي ٠ د ولسمشر هو جن تاو په ګډون د دغه سازمان د غړيو هيوادونو د مشرانو سربيره به د دغه سازمان د کتونکو هيوادونو منګوليا ،او ايران ولسمشران او د پاکستان او هند د بهرنيو چارو وزيران هم پکې ګډون وکړي ، دغه راز د دغه سازمان د مشر هيواد د ميلمنو په توګه به د افغانستان ، ترکمستان ولسمشران او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال پاسکو هم په دغه غونډه کې ګډون وکړي ٠ د چين دبهرنيو چارو د وزير مرستيال ښاغلي لي هوي وويل چې د دغې سرمشريزې غونډې په ترڅ کې به اړوند مشران د تيرې دورې له سرمشريزې غونډې راهيسي تر لاسه شوي برياليتوبونه وارزوي کړي او په راتلونکي کې به په امنيتي ، اقتصادي ، کلتوري او نورو ساحو کې د دغه سازمان د غړيو هيوادونو ترمنځ د همکارۍ او د ديپلوماتيک تګ راتګ له پاره نوي پلانونه وټاکي ، دغه راز دوي به د لويو او مهمو نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو په هکله د نظريو هم تبادله وکړي چې دا به نه يوازي د دغه سازمان د سالم پرمخت له پاره به ګټه ولري ، بلکې د سيمه ايزو حالاتو د ښه پرمختګ له پاره هم ګټور وي ٠
له دغې سرمشريزې غونډې وروسته به د ولسمشر هو جن تاو په ګډون
د دغه سازمان د غړو هيوادونو مشران د روسيې په چيليابينسک کې د دغه سازمان د ټولو غړو هيوادونو په ګډون د ترهګرۍ پرضد ګډو پوځي تمرينونو ننداره وکړي ٠ د دغو پوځي تمرينونو په هکله ښاغلي لي هوي وويل چې د دغه سازمان شپږ غړي هيوادونه ګډه هيله لري چې د دغو پوځي تمرينونو له لارې په دفاعي او امنيتي ساحو کې خپل منځۍ تبادله او همکارۍ پياوړي کړي او د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزۍ او د نويو ګواښونو سره د ګډې مقابلې په هکله د غړيو هيوادونو د پوځونو توانونه لوړ شي چې د سيمه ايزې سولې ، ارامتيا او ثبات ساتنې په هکله دغه سازمان خپل لا فعال رول ولوبوي ٠ ښاغلي لي هوي دا هم وويل چې د نوموړو پوځي تمرينونو په ترڅ کې به د ولسمشرانو هو جن تاو او ولادمير پوتين ترمنځ دوه ځله خبرې اترې وشي ٠ لي هوي وويل چي د ولسمشر هو جن تاو دغه سفر به د چين او روسيې ترمنځ د ستراتيژيکي همکارۍ د پياوړتيا ، د چين او قرغيرستان ترمنځ د ښه ګاونډيو اړيکو د پرمختګ او له قزاقستان سره د خپل منځۍ ستراتيژيکي همکارۍ اړيکو د پرمختيا ، د نړيوال او سيمه ايز امنيت ساتنې او د يوې همغږې سيمې د ابادۍ له پاره ستر ارزښت و لري ٠