د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس هو جين تاو د اګست په څوارلسمه نېټه د قرغيزستان پلازمينی بيشکيک ته ورسيد او له دغه هېواد څخه يې په خپله رسمی ليدنه پيل وکړ. رئيس هو جين تاو به په بيشکيک کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو د شورا په اوومه غونډه کې هم ګډون وکړي.
رئيس هو جين تاو بيشکيک ته له رسيدو وروسته وويل چين او قرغيزستان د سياست، اقتصاد او سوداګرۍ په ساحو کې په خپلمنځۍ همکارۍ کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. دواړو خواوو په پوره توګه سرحدی ستونزې حل کړی او د شانګهای د همکارۍ سازمان او د م م په څو اړخيزو چوکاټونو کې يې نژدې همکارۍ کړې ده. هغه باور څرګند کړ چې د دواړو هېوادونو د ګډو کوششونو له لاری به د دغی ليدنې په ترڅ کې برياليتوبونه تر لاسه شي او د چين او قرغيزستان تر منځ د دوستۍ او همکارۍ اړيکی به يو نوي پړاو ته ورسيږي.