<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-14 16:40:53    
د بايسکل ځغلولو لوبې چينی لوبغاړی لي فو يو

cri

څو ورځې د مخه د بايسکل ځغلولو د شپږمې دورې لس ورځنی نړيواله سيالی د چين په لوېديځ شي نينګ ښار کې پای ته ورسيده. د دغې لوبې د لوړې کچې د نړيوالې لوبډلې لومړی چينی لوبغاړی لي فو يو په نوموړی سيالی کې ستر برياليتوب تر لاسه کړ چې په لومړيو اوو پړاونو کې يې اسيايی اتلولي وګټله.

نهه ويشت کلن لي فو يو له شان دونګ ولايت څخه راغلی او په نړيواله سيالی کې د ده ښه توان ډېره پاملرنه راجلبوي. په ٢٠٠٥ کال کې د هالنډ مارکو پولو په لوبډله کې شامل شو او په بايسکل ځغلولو کې د چين له لومړی ډلې مسلکی لوبغاړيو څخه و. د ٢٠٠٦ کال په فبروری کې لي فو يو د مارکو پولو په استازيتوب د ټايلند په چارپېر سيالی کې مرحله ايز برياليتوب تر لاسه کړ. د همدی کال په می کې يې د المان د ويستفلن په سيالی کې لومړی ځای ونيو. دا لومړی ځل و چې يو چينی لوبغاړی د بايسکل ځغلولو په اروپايی سيالۍ کې طلايی مډال تر لاسه کړ.

د لي فو يو د دغو برياليتوبونو له امله د امريکا د ډيسکوری چېنل لوبډلې هغه ته بلنه ور کړه چې په دغه لوبډله کې ګډون وکړي.

لي فو يو د امريکا په ډيسکوری چېنل لوبډله کې د ګډون په اړه د يادونې په ترڅ کې وويل

له دې امله چې په يو شمېر سياليو کې مې برياليتوبونه تر لاسه کړي او په هغه وخت کې دوی غوښتل چې اسيايی لوبغاړی ومني، نو له اروپايی سيالی وروسته يې ما ته بلنه راکړه.

د امريکا دغه مسلکی لوبډله په نړۍ کې د لوړې کچې له شلو لوبډلو څخه ده. د ٢٠٠٧ کال د نوی سيالۍ لپاره د لوبغاړيو د غوراوي په ترڅ کې يې د مارکو پولو لوبډلې د لي فو يو په اړه معلومات تر لاسه کړل. تېر کال د ډيسکوری چېنل لوبډلې د چين د بايسکل ځغلولو ټولنې ته له لي فو يو سره د تړون لاسليکولو غوښتنه وړاندی کړه. د چين نوموړی ټولنې موافقه وکړه او د دې کار د تر سره کولو لپاره يې کوششونه وکړل.

د لوړې سويې لرونکې ډيسکوری چېنل لوبډله کې لي فو يو ته په سياليو کې د ګډون کولو فرصتونه زيات شوی او مسلکی ادارې او روزنې هم ور ته نوی احساس کړی دی. په تېر نيم کال کې د ده سويه په څرګنده توګه لوړه شوی ده.

په شي نينګ کې د چينګهای جهيل پر غاړه پر سړکونو د بايسکل ځغلولو په سيالی کې لي فو يو په پر له پسی توګه اووه مرحله ايز برياليتوبونه تر لاسه کړل. هغه وويل

زما په اند د تېرکال په پرتله زما توان لوړ شوی او د مهارتونو او تکتيکونو په برخو کې له ملګرو سره زما همغږی هم پياوړی شوی ده.

د لوړې کچې په لوبډله کې د ګډون له لارې، لي فو يو د چينی لوبغاړو او د فرانسی چاپېر سيالۍ تر منځ واټن ډېر کم کړی دی. د فرانسې چاپېر سيالي په نړۍ کې تر ټولو لوړ پوړی سيالی ده. لي فو يو هيله څرګنده کړه چې په راتلونکی او يا بل کال کې په دغه سيالی کې ګډون وکړي او د خپلې لوبډلې او د چينايانو لپاره وياړ تر لاسه کړي.

د بايسکل ځغلولو لوبې په برخه کې چين ډېر پياوړی نه دی، نو دا چې لي فو يو په نړيوالو سياليو کې څو څو ځله برياليتوبونه تر لاسه کړي په چين کې د بايسکل

ځغلولو لوبې د پرمختګ او په نړيوالو مسلکی لوبډلو کې د چينی لوبغاړو د ګډون لپاره اغېزناک رول لري. د چينی لوبغاړو د عمومی سويې لوړتيا په دغه لوبه کې د چين د توان د پياوړتيا لپاره ډېره مهمه ده. لي فو يو په دې اړه وويل

زما په اند، چينی لوبغاړی بايد په فعاله توګه په لويو نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي، دغه راز به موږ ګام په ګام خپل توان لوړ او ښه برياليتوبونه تر لاسه کړو.

د روان کال په تېر جون کې لي فو يو د ديسکوری چېنل له ملګرو سره يو ځای په هالنډ کې د بايسکل د نړيوالې ټولنې په يوه سيالی کې څلورم ځای ونيو او په دې توګه يې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د ګډون حق تر لاسه کړ. لي فو يو ډېره هيله لري چې په اولمپيک لوبو کې ښه برياليتوب تر لاسه کړی او د ګڼ شمېر چينايانو لپاره د وياړ لامل شي.