<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-14 16:31:42    
ښاغلی لو ګوان چيو د کرنې د پرمختګ لپاره کوشش کوي

cri

لو ګوان چيو د چين د ځه جيانګ ولايت يو بزګر او صنعتګر دی . د ده په مشرۍ د وان شيانګ ډلې چټک پرمختګ کړی چې په چين کې د موټرونو د پرزو توليدولو په چارو بوخته ده او د کرنې په برخه کې يې هم ښې پايلې تر لاسه کوي.

د تېرې پيړۍ د اتمې لسيزې په پای کې ښاغلی لو د کرهڼيزو چارو د پرمختګ لپاره ډېر کوشش وکړ، خو وروسته بيا د أسيا پولی بحران د ده دغو چارو ته ډېر زيانونه ورسول. په ٢٠٠٠ کال کې هغه د ځه جيانګ ولايت د لين ان ښار د چينګ ليانګ فونګ په علاقه داری کې د ژون چانګ چيو په نامه د خوړو شرکت جوړ کړ او د چارمغزونو په چمتو کولو يې لاس پوری کړ چې له امله يې ١٣٠٠ هکتاره مساحت اډه کارول شوه. د دغې علاقه داری د يانګ چوان کلی د ګوندی کميټې مشر هونګ سنګ ژونګ وويل که څه هم چارمغز خوندور دی ، خو د ونو ايښودل يې ستونزمن هم دی، نو ډېرو کليوالو وګړيو په دی برخه کې پانګه نه ده اچولې. د دغه شرکت له جوړولو وروسته د پلور لارو چارو د زياتوالی له امله د دغو چارمغزو بيه ثابته شوې ده. اوس دغه شرکت په اړونده ساحه کې تر ټولو لويه تصدۍ ګڼل کيږي چې له امله يې شپږ زره بزګران شتمن شوی دی.

په وروستيو کلونو کې د خپلو چارو د پراخوالی له امله دغې ډلې د نورو شرکتونو اسهامونه اخيستی چې له دی لاری يې د کرنې عمومی شتمنۍ پنځه مليارډ يوانو ته او د کارکوونکيو شمېر يې نهه زرو ته رسيدلی دی او څلو لکه بزګران د دغې ډلې له خوا استخدام شوی دی. ښاغلی لو وويل د خوړو په اړه د خلکو د غوښتنو زياتوالي د کرنې پرمختګ لپاره لازيات فرصتونه برابر کړي دي.

ښاغلی لو د خپلې ډلې د پرمختګ ترڅنګ د بزګرانو پوهنيزې روزنې ته هم پاملرنه کړې ده.په ١٩٨٤ کال کې د ده له خوا تر لاسه شوی يو لک ژون مين بی يوانه د پوهنيزو تاسيساتو په ښه والی کې ولګول شول، ورپسی يې د ځه جيانګ ولايت د کرهڼيزې تکنالوژۍ د خپرولو صندوق ته لس مليونه يوانه بسپنه ور کړه او په بی وزلو سيمو کې يې د کليوالو هلکانو د روزنې لپاره لس مليون يوانه ولګول. په همدی وخت کې د هان جو ښار د کرنې ښوونځی پر بنسټ د وان شيانګ په نامه د مسلکی تکنالوژۍ ښوونځی جوړ شو چې کليوالو ماشومانو ته روزنه ور کړي.سربيره پردی په وروستيو کلونو کې دغه شرکت د سيمه ايزو سړکونو او اوبو لګولو پروژو د جوړولو لپاره هم زياته پانګه اچولې ده.

تر اوسه پوری ښاغلی لو او د ده شرکت د ټولنې لپاره سل مليونه يوانه بسپنه ور کړی ده.ښاغلی لو دا هم وويل چې تصدۍ هرو مرو د نويو کليوالو سيمو په أبادۍ کېدعلاقه داريو او ښارګوټيو يو قوی ځواک دی،خو ښه پرمختيايی چاپيريال د کليوالو سيمو د پرمختګ يو ډېر عامل هم دی. که مرکزی حکومت بزګرانو ته امتيازی تګلاره نه وی برابره کړې، نو بزګرانو به په کرهڼيزو چارو کې فعاله رويه غوره نه وی کړی ، د ده هوډ به دومره نه و ټينګ او د ده شرکت به هم چټک نه وی کړی.

اوس دغه شرکت له بزګرانو سره اړيکيو ته ډېره پاملره کوي. ښاغلی لو تل خپلو کارکوونکيو ته وايی چې د وان شيانګ ډلې پرمختګ له بزګرانو سره تړاو لري.