<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-14 17:11:03    
د بېجينګ د اولمپيک سپورتي مرکز

cri

په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د عصری پنځو ډولونو لوبو يو شمير سيالی او د هندبال سيالی به د بېجينګ د اولمپيک په سپورتي مرکز کې تر سره شي.

د بېجينګ د اولمپيک سپورتي مرکز په ١٩٨٧کال کې جوړ شو او يو لړ لوی جمنازيومونه او سټېديومونه په کې شته. اوس د دغه مرکز د ترميم او پراخيدو پروژه روانه ده چې د اټکل له مخې دغه پروژه به د ٢٠٠٧ کال په دوهمه نيمايې کې پای ته ورسيږي.

د دغه مرکز ختيځی دروازې ته مخامخ، لومړی يو جمنازيوم کتلی شئ چې په ٢٠٠٨ کال کې به د بېجينګ د اولمپيک لوبو د هندبال سيالی په کې تر سره شي.د دغه جمنازيوم عمومی پراخوالی ديرش زره مربع مترو ته رسېږي او پنځه زره او اوه سوه څوکۍ شته. د دغه جمنازيوم رنګ سپين دی چې دغه جمنازيوم د بېجينګ د اولمپيک سپورتي مرکز يوه نمونوی وداني ګڼل کېږي.

د دغه مرکز په منځنی کې يو سټيډيوم شته چې په ٢٠٠٨ کال کې به د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو د عصری پنځو ډولونو لوبو د اس سپرلي او د صحرائی ځغاستې سيالي په کې تر سره شي. په دغه سټيډيوم کې نه يوازی د ځغاستی پلاستيکی ليکه، بلکې عصری مخابراتی وسيلې هم شته. دغه سټيډيوم په ١٩٨٩ کال کې به بېجينګ د يوولسمې دورې اسيايې سپورتي لوبو لپاره جوړ شو چې په هغه وخت کې يې پراخوالی شل زره مربع مترو ته رسيده او په کې اتلس زره څوکۍ موجودې وې. د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو لپاره د دغه سټېډيوم د پراخيدو پروژه روانه ده. د معلوماتو له مخې:د دغې پروژې له پای ته رسيدلو وروسته به يې پراخوالی اوه ديرش زره مربع مترو ته ورسيږي او څلويښت زره څوکۍ به پکې ځای پرځای شي. بر سېره پردې، په دغه سټېډيوم کې به د اوبو د ورکولو اوټوماتيک ماشينونه ، د اور وژنې سيستم او د امنيتی حالاتو د څارنې سيستم جوړ کړاي شی چې په نړۍ کې به تر نورو ډېر عصری وی.

د معلوماتو له مخې: اړوندی خواوی د دغه سټيډيوم امنيتی کيفيت ته ډېره پاملرنه کوي. دوی له يو لړ عصری تخنيکونو څخه استفاده کوی. دوی په دغه سټيډيوم کې يو سل او څلور څلويښت ستونونه جوړ کړې دي. د ازماينو سره سم، دغه سټېډيوم د ريکتار په کچه د اتو درجو په سختوالی زلزلې مقاومت لري.

اوس د دغه جمنازيوم او سټېډيوم د رغولو او پراخولو پروژې روانې دی او ژر به پای ته ورسيږي. په هغه وخت کې به دغه مرکز نه يوازی د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو اړتياوې ته پوره کړي، بلکې لويې نندارې او بېلا بېل فعاليتونه به هم پکې تر سره شي.