د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين دولت رئيس هو جين تاو د اګست په ١٤ نېټه د قرغيزستان په پلازمينه بشکيک کې د دغه هېواد له ولسمشر کورمنبيک باقيف سره خبرې اترې وکړې.
باقيف له قرغيزستان څخه د هو جين تاو د ليدنې هرکلی وکړ. دواړو خواوو د چين او قرغيزستان ترمنځ د اړيکو او د ګډې علاقې وړ سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه.