<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-15 10:29:59    
د چين او قرغزستان مشرانو خبرې اترې وکړې

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو د اګست په څوارلسمه نېټه د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې د دغه هېواد له ولسمشر کورمنبيک باکايف سره خبرې اترې وکړې. دواړه مشران د دواړو هېوادونو تر منځ د ريښتنی همکارۍ، د سيمه ايزې سولې او ثبات ساتنې او په بېلا بېلو ساحو کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د همکارۍ د پرمخبيولو په اړه موافقې ته ورسېدل.

ښاغلي هو جين تاو د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ پراخوالي په هکله درې وړانديزونه وکړل، لومړی دا چې دواړه هېوادونه په فعاله توګه ريښتنې همکاري پرمخبوزي. دوهم د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې خپل منځي همکاري پياوړې کړي. درېيم د شانګهای د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د غړيو هېوادونو تر منځ متقابل اعتماد پياوړتيا او يووالي ته دوام ور کړي.

له خبرو اترو وروسته ښاغلي هو جين تاو او باکايف د دواړو هېوادونو تر منځ د ښه ګاونډيتوب اړيکو د ټينګښت په اړه يوه ګډه اعلاميه هم خپره کړه.