<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-15 17:00:28    
د چين په چينهاي ولايت کې د ځايي ناروغيو د مخنيوي په هکله ځانګړي تدبيرونه

cri

د چين په ليري او ګوښه سيمو کې ځيني سختې ناروغۍ د ځايي وګړو روغتيا ته عمده ګواښ دی ، نو د چين حکومت د دغو ناروغيو د مخنيوي لپاره ځانګړي تدبيرونه غوره کړيدي .

يو تبتی کليوال چې ليماوځايدای نوميږي او د چينهاي ولايت د هوا لونګ د خوي قوم په خپلواکه ولسوالی کې اوسيږی ، په سل ناروغۍ اخته و ، خو د بی وزلۍ او خوارۍ له امله وسه نه درلوده چې ډاکتر ته لاړ شی. په وروستيو ورځو کې روغتون په وړيا ډول دده د ناروغۍ درملنه وکړه چې په پايله کې يي روغتيا بيرته اعاده شوېده . هغه وويل څو کاله دمخه ډيرضعيف وم او د مجبوريت له مخې مې له کرکيلې څخه لاس واخيست ، حتی د دريدو توان مې هم نه درلود . زما له اټکل نه وتلې خبره دا ده چې د حکومت وړيا درملنه مې لاس ته راوړه. اوس توانيدای شم چې په کرنه لاس پوري کړم او د نورو کليوالو په شان د مزدورۍ لپاره بهر ته لاړ شم .

سل ناروغی ډيره سخته ساری ناروغی ده او د بزګرانو او مالدارانو د خوارۍ او فقر عمده لامل دی. له وروستيو لسو کلونو راهيسې په نړۍ کې د دغې ناروغۍ د خپريدو انډول بيا د لوړيدو په حال کې دی . په دوه زر او لومړي کال کې د چينهاي ولايت حکومت د سل ناروغۍ د مخنيوي او درملنې پلان طرح کړ او په دوهم کال کې يي پرېکړه وکړه چې په ټول ولايت کې يو لړ اړين تدبيرونه غوره کړي . ليماوځايدای له وړيا درملنې څخه يو ګټه اخيستونکی دی . د ولايت د ناروغيو د کنترول مرکز مشر ما يون چن وويل اوس ياد شوي تدبيرونه د ګرځندو وګړو په شمول په ټولو

ولسواليو کې د پلي کېدو په حال کې دي او يو لک تنه مشکوک کسان تر معاينې لاندي راغلي او د لس زره تنو ناروغانو وړيا درملنه شوېده چې له امله يي ددې ناروغۍ د خپريدو مخه ونيوله شوه .

د سل ناروغۍ مخنيوي او کنترول يوازی د چينهاي ولايت د ځانګړو تدبيرونو يوه برخه ده . له دوه زره لومړي کال راپدې خوا په دغه ولايت کې د کولمو ، د ايوډين کمی او ايدز ناروغيو په شمول د زياتو ځايي يا ساري ناروغيو د وقايې او درملنې لپاره اړين تدبيرونه غوره شويدي. د بېلګې په توګه د کولمو د ساري ناروغۍ د مخنيوي لپاره د چينهاي ولايت په کليوالو سيمو کې نوي تشنابونه ترويج شويدي چې د چاپيريال د ښه والي او د ګڼ شمير بزګرانو او مالدارانو د روغتيايي کچې د لوړوالي لپاره يي اغيزمن رول لوبولی دی .

خبريال : تاسی څه کوئ ؟

بزګر:د تشناب اصلاح ده او پخوانی ساده تشناب په نوي شکل بدلوم .

خبريال : دغه ډول تشناب مناسب دی ؟

بزګر: البته ډير ښه دی . پخوا په دوبي کې زموږ له تشناب څخه بد بوی خپريده او مچان او غوماشې هرځاي ته الوتې. خو اوس ډير پاک دی او غوماشې او مچان هم کم شويدي.

د معلوماتو له مخې د چينهاي ولايت په کليوالو سيمو کې د اوبو سرچينو او تشنابونو د اصلاح لپاره اوه مليونه يوانه پيسې لګولي او تر اوسه پورې يي څلور لکه نوي تشنابونه جوړ کړي او د دوه مليون څلور لکه او شپيته زره کليوالو ته يي د څښلو پاکې اوبه برابرې کړيدي چې دغه شمير د ولايت د ټولو وګړو په سلو کې درې

اتيا برخه نيسی. په بله ژبه د کولمو ساري ناروغۍ د پيدايښت او خپريدا د مخنيوي لپاره يي مهم رول لوبولی دی.

د يادو شويو تدبيرونو په غوره کولو سره په دې ولايت کې د ډول ډول ساري ناروغيو د پيدايښت انډول ډير ټيټ شوی دی . د ولايت د طبی ادارې مرستيال ښاغلي جي شيوی هوی وويل ولايت به سږ کال نور يو سل او څلويښت مليونه يوانه پيسې راغونډې کړي څو چې د بزګرانو او مالدارانو د ژوند او کار لپاره نور لس کارونه ترسره کړي . باور دی چې د ولايت د ټولو وګړو د کوششونو له لارې ځايي او ساري ناروغۍ تر اغيزمن کنترول لاندي راوستلای شی .