<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-15 17:23:22    
د چين د څونګ چنګ ښار د اوسيدونکو ځاتکړي طعبيت

cri

د چين د څونګ چنګ په ښار کې يوه په زړه پوري سندره د وګړو په منځ کې زمزمه کيږي چې ورڅخه د دغه ښار د اوسيدونکو ځانګړي طبعيت څرګنديږي ٠ د څونګ چنګ ښار په چين کې يو مشهور غرني ښار دي ٠ له دي امله چې په دغه ښار کې ټول نارينه او ښځه ټول د مرچو له خوړلو سره زياته مينه لري ٠ نو په چين کې د دغه ښار اوسيدونکيو دا شهرت موندلي چې طبيعيت يي زړوراو ډير تود ښکاري ٠ د څونګ جنګ ښار د کاسه په سيمه کې پروت دي چې شاوخوا ته يي سندونه له خوا راتاو شوي ، هوا يي لنده او ډيره تاوده ده ٠ نو د لندوالي د مخنيوي له پاره د دغه ښار اوسيدونکي ټول د هو ګو په نوم له ځايي خوړو سره ډير خوښيږي ٠ د چيني ژبه هو ګو په پښتو ژ به د اور ديګ معني لري چې د خوړو د پخولو يوه وسيله ده ي، يعني يو ديګ او تر ديګ لاندې اور سوځيږي ٠ په ديګ کې هغه ښوروا شته چې پکې د سره مرچ غواړي او بېلابيل مصالې اچول شوي دي ٠ د خوړلو په وخت کې ښوروا بايد تل جوش وي چې هر ډول خوړه لکه غوښې ، سبزې ، کبان او داسي نور په کې اچول کيږي ٠ له دي امله اور شته نو په ديګ کې ښوروا تل توده او ايشيدلي دي ٠ نو بېلا بېله خوړه ډير ژر پخيداي شي ، هر وخت پکې اچول او خوړول کيږي ، نو د ځايي وګړو زياته مينه او عادت يي ګرځيدلي دي ٠ په دغه ښوروا کې عمده مصاله سور مرچ او د هوا جاو په نوم مصاله شته چې د چين يو ډول ځانګړي مصاله ګڼل کيږي او مزه يي تروه ده ٠ د شميرنې له مخې په دغه ښار

کې د هو ګو رستورانونه څه د پاسه اتيا زرو ته رسيدلي دي چې دغه شمير په ټول هيواد کې لومړي مقام نيسي چې له مخې يي د چين د نورو ځايونو د وګړو په سترګو کې د څونګ چنګ ښار اوسيدونکي ټول زړه سوانديان دي ٠ په رښتيا هم داسي دي ،که چيري تاسې د دغه ښار په سړک کې له چکر وهلو سپين ږيرو يا سپين سرو څخه د لارو پوښتنه وکړئ ، دوي به هرومرو په تودو ولولوسره ستاسو په ګټه د تللو يوه ډيره لنډه او هواره لاره تاسو ته وښيي ٠ ځکه دغه ښار يو غرني ښار دي او زياتره لار لوړه ژوره ده ٠ په دي هکله له المان څخه راغلي عکاسي ميرمن اريکا کوچ ژور احساس لري ٠ هغې وويل د دغه ښار د وګړو يو څرګند ځانګړي طبيعيت دا دي چې له نورو سره زياته دوستۍ لري ٠ که څه هم بهرنيان په ځايي ژبي نه پوهيږي ، خو لا هم د دوي ژوره دوستۍ احساس کولي شي ٠ ميرمن کوچ د بلنې له امله د نړيوالو مشهورو عکاسانو په فعاليت کې د ګډون له پاره دغه ښار ته راغلې ده ٠ د امريکا ، بريتانيا او المان او فرانسي په ګډون له نهو هيوادونو څخه راغلي دوه ويشت تنه مشهور عکاسانو په دغه ښار کې راغونډ شول او په خپلو کامرو يي د دغه غرني ښار ستر پرمختګ ثبت کړ ي دي ٠

د څونګ چنګ ښار په ١٩٩٨ کال کې په چين کې د يو داسي ښار په توګه وټاکل شو چې د مرکزي حکومت تر مستقيمې ادارې لاندې دي ٠ له هغه وخت راهيسي په لسو کلونو کې دغه ښار په هره اړخيزه توګه ستر پرمختګ کړي دي ٠ اوس په دغه ښار کې ستر او چټګ بدلون تر سترګو کيږي چې جګې جګې لويې ودانې يو د بل پسي ولاړې دي ، حتي ښاري نقشه په هره دريو مياشتو کې بايد يو ځل بدله شي ٠

دري پنځوس کلن ښاغلي چن ليان ننګ وويل چې په ١٩٩٩ کال کې زما د سرهو کبانو کوچني رستوران جوړ شو او په دغه ښار کې زيات دايمي مشتريان زما دغه رستوران پيژني ٠ پخوا په فابريکه کې زما مياشتني معاش يوازي دري سره يوانه و، خو اوس مياشتني عايدات دوو زرو يوانو ته رسيږي ٠ د دغه ښار په ستر پرمختګ سره ډير خلک په دغه ښار کې د خپل پرمختګ له پاره کوشش کوي ٠ شپږ ويشت کلن ښاغلي وو مي په دغه ښار کې زيږيدلي او اوس په دغه ښار کې د خبري رسنيو په يوه څانګه کې کار کوي ٠ پخوا هغه د چين د پرمختللي لوي ښار شانګهاي له يو پوهنتون څخه فارغ شو، هغه وويل چې له پوهنتون څخه د فارغيدو وروسته په دغه لوي ښار کې د کار فرصت مي درلود، خو په اخرکې دڅونګ چنګ ښار د خپل پرمختګ موخه وټاکل شوه ، هغه خبريال ته وويل چې د دغه ښار سياسي مقام له شانګهاي سره يو شان دي ، خو د اقتصادي پرمختګ په هکله د شانګهاي په پرتله د دغه ښار ساحه لا پراخه ده چې دا زما له پاره يو ډير ښه فرصت دي ٠ نو ځکه پرکړه مي وکړه چې بيرته خپل ټاټوبي ته راشم ٠