د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رائيس هو جين تاو چې اوس له قرغزستان څخه ليدنه کوی، د اګست په پنځلسمه نېټه په بشکيک کې د دغه هېواد له صدراعظم الماز اتمبيف او د پارلمان له مشر مراد سلطانوف سره وکتل.
ښاغلي هو جين تاو د چين او قرغزستان تر منځ د اړيکو ستاينه وکړه او و يې ويل چين به د ملي خپلواکۍ، حاکميت او خاورې بشپړتيا د ساتنې او د اقتصادی پرمختګ په برخو کې د قرغزستان د کوششونو ملاتړ ته دوام ور کړي.
ښاغلي اتمبيف وويل د قرغزستان حکومت او خلک له چين سره دوستۍ او د چين ارزښتناک ملاتړ ته په درنه سترګه ګوري. او قرغزستان هيله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاری لا پراخه شي.
ښاغلي سلطانوف وويل د قرغزستان پارلمان به د چين له ملي ولسی کانګرس سره په ګډه د دواړو هېوادونو تر منځ د ښه ګاونډيتوب اړيکو د ټينګښت لپاره کوششونه وکړي.