<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-15 17:39:07    
د چين د شوۍ قوم په باب څه معلومات

cri

د شوۍ د قوم نفوس څه دپاسه دری لکه شپږ څلويښت زره تنه دی چه اکثريت يی د جنوب لويديځ چين د ګوۍ جيو د ولايت د سان دو د شوۍ قوم په خودمختاره ولسوالی او نورو څو ولسواليو کښی ژوند کوی او نور لږ شمير يی د ګوانګ سی د جوانګ د قوم د خودمختارې سيمې په لويديځه برخه کښی اوسيږی ٠ د دی قوم د اوسيدو په ځايونو کښی ګڼ ځنګلونه وده کوی، منظره يی ډير ښکلی ده او د کرنې او ځنګلدارۍ د انکشاف دپاره ښه زمينه برابره ده چه د ګوۍ جيو په لوړی کښی د کبانو، وريجو ، ګلونو او ميوو مهم توليدی مرکزونه جوړشويدی٠ د دی قوم خلک په کرنه بوخت دی او په عمده توګه وريجی کری٠

د شوۍ قوم څو پيړۍ پخوانی اسلاف په لرغونی زمانه کښی د بای يوې د قبيلې يوه څانګه وه، د اوږدې تاريخی مودې په تيريدو سره د چين د مين په سلسله يعنی ميلادی ١٤ مه پيړۍ کښی د شوۍ قوم راپيدا شو ٠ دا قوم خپله قومی ژبه لری او اسلافو يی خپل ليک دود هم جوړ کړی ؤ٠ خو دی ليک دود يوازی څه دپاسه څلور سوه کلمې درلودې او په عمده توګه په جادو او منترونو کښی استعماليده٠ دا قوم خپله قومی جنټری لری او په اساسی توګه د چين د زراعتی جنټرۍ سره مطابقه ده ، خو د زراعتی جنټرۍ نهمه مياشت د شوی قوم د جنټرۍ لومړی مياشت ګڼل کيږی چه د نوی کال مراسم په ډير درنښت سره نمانځل کيږی ٠

د شوی د قوم د نارينه کالی د چين د لومړی لوی قوم << هان >> د نارينه له کاليو سره کوم توپير نه لری، خو د ښځو لباسونه يی څرګند قومی خصوصيت لری٠ د دی قوم ښځې په خپلو لاسونو ډير ښکلی ټوګران اودلای شی چه هان څه دپاسه سل کاله دمخه په چين کښی ډير مشهور و٠ د شوی د قوم د رنګ اميزۍ ځانګړی تاکنالوجی چه ټوکران د لوبيا د شيری په رنګ نقاشی کيږی، څه دپاسه اويا کلن تاريخ لری ٠

د شوی قوم د ښځو لباسونه عمومأ له نوموړو ټوکرانو څخه چه په کور کښی په لاس اودل شوی، ګندل کيږی٠ دغه لباسونه بندی غاړی لری او اوږد دی ٠ ښځې د اخترونو د نمانځنې او د واده په وخت کښی نقرايی تاجونه په سر کوی او اميلونه ، بنګړی او ګوشواری يی هم نقرايی دی ٠ برسيره پر دی د شوی قوم د واده دود څرګند قومی عنعنوی رنګ لری او د مرکچۍ له خوا د رويباری پر اساس سرته رسيږی٠ د واده نه مخکښی پيغلې او ځوانان د اخترونو د نمانځلو او د بازار د سيل په موقع کښی د سندرو ويلو له لاری سره اشنا کيږی او يو له بل سره مينه پيدا کوی، بيا وروسته د خپلو دوستانو له لاری د دواړو خواوو مور او پلار ته خبر ورکوی ٠ که مور او پلار يی د دوی له واده سره موافقه ولری ، نو د ځوان کور د رويباری په لاس د پيغلې کور ته تحفې واستوی او وروسته د ځوان او پيغلې د کوزدی مراسم جوړيږی٠ د ناوې د وړلو په وخت کښی د هلک کور د پيغلې کور ته لا زياتې تحفې ورکوی او د پيغلې په کور کښی لويه ميلمستيا جوړيږی چه د پيغلې کور د سندرو په ويلو او د شراب په وړاندیکولو سره نويو خپلوانو ته هرکلی وايی٠ که د پيغلې مور يوه سندره ووايی ، نو ميلمانه بايد يو کوچنی ګيلاس شراب وڅښی، تر هغه وخت پوری چه ميلمانه مست شی٠ د عادت له مخی، د ميلمنو مستيدل د کوربانو د ميلمه پالنې د ژورو احساساتو څرګندوی دی٠ ناوې عمومأ غرمه له خپل کور څخه خوځيږی او د ماښام په شپږو يا اوو بجو خپل نوی کور ته رسيږی٠ په لاره کښی ناوې د يوه سره کاغذی چتر لاندی ورو ورو روانه وی او ورپسی د دواړو کورنيو دوستان او جهيز وړونکی روان وی٠ کله چه ناوې د خاوند کور ته رسيږی، د هلک ټولخپلوانان بايد له کور څخه بهر ووځی او د ناوې د داخليدو نه وروسته بيرته راشی٠ د واده د مراسمو په دوهمه ورځ ناوې بيرته د خپل پلار کور ته ځی او هلته د يوې يا دوو مياشتو له تيرولو نه وروسته بيرته خپل نوی کور ته راځی او له خپل خاوند سره د مينې ژوند پيل کوی٠