څو ورځې مخکې د تايوان د نامتو پوهنتونونو او انسټيټيوټونو له ٢٣ تنه غښتلو محصلينو څخه جوړ شوی پلاوي د شانګهای د نړيوال نندارتون له اداری څخه ليدنه وکړه. دا د شانګهای ښار له خوا د نړيوال نندارتون د کوربنۍ حق له لاس ته راوړولو راهيسی لومړی ځل دی چې د تايوان محصلين دغه نندارتون ته د چمتووالي له پرمختياوو څخه ليدنه کتنه کوي.
د تايوان تنګی د دواړو غاړو د ځوانانو تر منځ د ګډې خوشحالۍ په فيستيوال کې د تايوان دری سوه تنه ګډون کوونکو محصلينو د شانګهای د نړيوال نندارتون په هکله زياتې پوښتنې لری. دوی د دغه نندارتون د ادارۍ له مرستيال او پروفيسر جو هان مين سره د خبرو اترو په ترڅ کې د شانګهای د نړيوال نندارتون په اړه وړانديزونه وکړل. دوی پوښتنې کولې چې په دغه نندارتون کې به د تايوان د تصديو د ګډون معيار څه وي؟ د نندارتون د تر سره کيدو په وخت کې به د ترافيک مسئله څنګه حل شي؟
د روان کال له جولای راهيسی د تايوان د ځوانانو پلاوی شاو خوا زره تنه ځوانان د شانګهای د نړيوال نندارتون له کارکوونکيو سره تګ راتګ کړی دی. د دوی ځينې ځوانان غواړي چې د دغه نندارتون تر سره کولو په وخت کې د داوطلبانو دنده پر غاړه ولري او د تايوان اوسيدونکو ته د نندارتون په اړه د معلوماتو تبليغات وکړي.
که څه هم په شانګهای کې د هوا تودوخه ډېره لوړه ده، خو د تايوان ځوانانو د نړيوال
نندارتون د په اړه ډېره تاوده احساسات لری او په فعاله توګه يې په دې هکله په فعاليتونو کې ګډون کړی دي.
د شانګهای د نړيوال نندارتون د اداری مشر جو هان مين د تايوان د يو محصل هغې پوښتنې ته چې تايوانی تصدۍ به څنګه په دغه نندارتون کې د ګډون حيثيت تر لاسه کړي، په ځواب کې وويل تايوانی تصدی بايد د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو له تصديو سره يو شان په نندارتون کې د ګډون له هغه معيار سره سمون ولري چې د مشهوريت اندازه لری، د ساينس او تکنولوژی لوړ توان لری او د ټولنې په پرمختګ او سوله کې يې رول لوبولی وي. هغه زياته کړه چې د نړيوال نندارتون تر سره کيدو لپاره شانګهای زياتې دندې پر غاړه لری او د ځينو مسئلو په حلولو کې به کوشش وکړي، د تايوان محصلينو د نوموړی وينا په غور سره واورېده.
ځينو محصلينو وړانديز وکړ چې شانګهای بايد د پوهنې تمليکی حق ساتنې لپاره زيات کارونه تر سره کړي. په دې هکله ښاغلي جو هان مين دغه وړانديز ومانه او د محصلينو د ځيرکتيا ډېره ستاينه يې وکړه.
ښاغلي جو هان مين له دوی سره له خبرو وروسته داسی وويل د تايوان له ځوانانو سره له خبرې څخه څرګندېږي چې دوی د چينی ملت د پرمختګ چارو او کلتور ته ډېره پاملرنه کوي او د شانګهای د نړيوال نندارتون لپاره له هيلو څخه ډک احساسات لری.