د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو چی اوس په قرغزستان کې په رسمی سفر بوخت دی د اګست په پنځلسمه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه بشکيک کې د تاجکستان له ولسمشر امام علی رحمان سره خبرې اترې وکړې . دواړو خواوو څرګنده کړه چی چين او تاجکستان به په پر له پسی توګه په بېلا بېلو برخو کی همکاری ټينګی کړي .
رئيس هو جين تاو وويل چی په راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاری پراخه شی . د چين حکومت تاجکستان ته د خپلو لويو تصديو پانګونکی هڅوی او د دواړو هېوادونو اړوندو ولايتونو او سيمو ترمنځ د اقتصادی او سوداګريزی همکاری د پياوړتيا پلوی کوی .چين هيله لری چی له تاجکستان سره يو ځای په بېلا بېلو برخو کی د دوستانه همکاری لپاره ښه فرصتونه برابر کړی .