<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-16 18:12:25    
د هوږې طبی رول

cri

د هوږې اصلی توليدی ځای د چين شمال لويديځ شينجيانګ دی او دوه زره کاله دمخه هوږه له شينجيانګ څخه د چين نورو ځايونو ته خپره شويده. اوس چين د زياتو شمالی ولايتونو په پراخو ځمکو کې هوږه کرل کيږی . د چين د طب په يو مشهور اثر کې داسی ليکل شوی وو چی د هوږی بوی تيز دی او د انسان د وجود پنځو ارګانونو يعنی معدی ، زړه، ځګر، پښتورګی او طحال او د مخ پنځو ارګانونو يعنی خولې، پوزې ، سترګو، غوږو او ژبی ته رسيږی او د يخنی ، رطوبت ، ټپ او پړسوب په ګډون د يو لړ ناروغيو د ليری کولو رول لری. د معاصر طب د څيړنی له مخی په هوږو کې اوبه په سلو کې اويا برخه نيسی او نور غذايی او معالجوی توکی هم پکې شاملي دي، په تېره بيا معالجوی توکی يی د زړه د ناروغيو او سرطان د علاج لپاره ډېر ګټور دی. د څو زرو کالونو راهيسی د چين ، هند، مصر او يونان په ګډون متمدنو لرغونو هېوادونو کې خلک نه يوازی هوږه د خوړو په توګه خوری ، بلکی د ناروغيو د علاج لپاره هم ځنی استفاده کوی. په ١٩٣٠ کال کی فرانسوی پوه د لومړی ځل لپاره له هوږی څخه د دارو جوړولو په هکله د امتيازی حق د اخيستلو غوښتنه کړه او وروسته د جاپان ، امريکا او اطريش پوهانو هم له هوږې څخه له دارو جوړولو څخه پرته د روغتيا ساتونکو او سينګاری موادو د جوړلو لپاره د امتيازی حق د لاس ته راوړلو غوښتنې وړاندی کړی وی . وروسته له هغه چی د تېری پيړی په اومه لسيزه کې د وينی د فشار او سرطان او د وينې درګونو د بنديدو په ضد د هوږې رول وپيژندل شو، د چين په دننه او بهر کې د هوږې څيړنی اوج ته رسيدلی او د هوږې د کيمياوی عناصرو، د هوږې د چمتو کولو او روغتيا ساتونکی رول او په طبی ازمايښتونو او تجربو کې د هوږې د استعمالولو په هکله سيستماتيکی څيړنی تر سره شويدی . نن ورځ خلک په دی ښه پوهيږی چی هوږه د هاضمې، د معدی له تقويې او ميکروب وژلو نه پرته په وينو کې د غوړيو، کلسترول او قند د کمولو، د وينو د انجمادسره د مقاومت او د سرطانی حجرو د تکثير د مخه نيوی او د وينو د قند د کموالی رول هم لری . خو له هوږو څخه جوړ شويو دارو درملو يوازنی عيب داری چی بوی يی تيز او بد وی او له خوړلو وروسته نورو ته تکليفونه پيښوی . نو فنی پرسونل لومړی تازه هوږه تر صفر لاندی د يو سلو شپږ نويو درجو په حال کې له وچيدو وروسته په ژرنده کې په يخ پودر بدلوی او بيا د هوا د تخليی په حال کې تری بی بويه وچ پودر جوړوی، ځکه چی د حرارت د ډېرو ټيټو درجو په حال کې د هوږې تازه والی لاهم ساتل کيږی. له هوږو څخه جوړ شوی داسی درمل چی بد بوی نه لری، د چين د علمی کميسيون او د تخنيکی نظارت د دولتی اداری له خوا د دولت په درجه ښه دارو ټاکل شويدی. نو د خلکو په نظر له هوږې څخه جوړ شوی دغه درمل د وينو په رګونو کې د جاروکښ او ساتونکی په توګه ګڼل کيږی .