<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-16 16:59:37    
ولسمشر هو جن تاو په جلا جلا توګه د تاجکستان او ازبکستان په شمول د يو شمير هيوادونو له مشرانو سره وکتل

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين ولسمشر هو جن تاو چې اوس په قرغيزستان کې په خپل سفر بوخت دي ، د اګسټ په پنځلسمه نېټه په بيشکيک کې په جلا جلا توګه د تاجکستان له ولسمشر رحمان ، د ازبکستان له ولسمشر کريموف او د منګوليا له ولسمشر انهبايار سره وکتل ٠ هو جن تاو د تاجکستان له ولسمشر رحمان سره د کتنې په وخت کې وويل چې د شانهاي د همکارۍ سازمان اوس په اروپاي او اسيأيي لويه وچه کې مهم سياسي ځواک ګرځيدلي او د سيمه ايز امنيت ، د غړو هيوادونو د ګډو ګټود ساتنې له پاره مهم رول لوبوي ٠ د ايران له ولسمشر احمد نژاد سره د کتنې په وخت کې هو جن تاو وويل چې چين غواړي له ايران سره يو ځاي په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د همکارۍ او تبادلې د پياوړتيا له پاره کوشش وکړي ٠ احمد نژاد وويل چې ايران له چين سره د اوږدې مودې د دوستانه همکاريو د اړيکو د پرمختګ له پاره کوشش کوي او هيله لري چې په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ او تګ راتګ پياوړي شي ٠