د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشريزه غونډه د اګست په شپاړسمه نېټه په بېشکيک کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس هو جين تاو په ګډون د دغه سازمان د غړيو هېوادونو مشرانو په دغه غونډه کې ګډون درلود او په ګډه يې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو ترمنځ د دايمی ښه ګاونډيتوب او همکارۍ د تړون په ګډون يو لړ مهم سندونه لاسليک کړل .
رئيس هو جين تاو په دغه غونډه کې وويل: د ښه ګاونډيتوب او همکارۍ تړون به د قانون په توګه د دغه سازمان د غړيو هېوادونو د وګړيو ترمنځ د دوستی او سولې د هيلو د ترسره کولو او د دغه سازمان پرمختګ پياوړی کړي. نو چين باور لري چې دغه سازمان به ښه راتلونکی ولري.
هو جين تاو وويل: چين غواړی له نورو غړيو هېوادونو سره يو ځای پر ښه ګاونډيتوب، ګډ پرمختګ ، کلتوری تګ راتګ او نورو هېوادونو او سازمانونو ته پر ورخلاصون ټينګار وکړي چې د دغه سازمان پرمختګ ته ښه زمينه برابره کړي.
د چين د دولت رئيس هو جين تاو، د قرغيزستان ولسمشر کورمنبيک باکيف، د قزقيستان ولسمشر نورسلطان نظربايف، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين، د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان او د ازبکستان ولسمشر اسلام کريموف په دغه غونډه کې ګډون وکړ. د قرغيزستان ولسمشر کورمنبيک باقيف د رئيسه هېواد د مشر په توګه د دغې غونډې مشري وکړه.