
د داخلی مغولستان خپلواکه سيمه د چين په شمالي پوله کې پرته ده او لويی بېديا وې، د ملغلرو په شان جهيلونه او زيات شمير تاريخی اثار لري. چين ته د سفر په دې کړۍ کې به تاسې له ما سره يو ځای د دغې سيمې سيل وکړئ او په کې قومی دود او دستور احساس کړئ!
په داخلی مغولستان کې د مغول، هان، خوی او مان قومونو په شمول د نهه څلويښت قومونو وګړي اوسيږي. په دغه سيمه کې تر ټولو ښکلې منظره لرونکې ځايونه دښې دی چې د شي لين ګو له، هو لون بير او کرمي په شمول لويې دښتې په کې ډېر شهرت لری، مغولستان ته له بيجينګ څخه راغلی سيلاني ښاغلي وانګ يې وويل د داخلی مغولستان دښتې ډېرې ښکلی دي چې ايکولوژيکی چاپيريال او د مالدارۍ ژوند يې زما په زړه کې ژوره خاطره پرې ايښې ده.
دغه دښتې بی پايه دي او مالداران يي ډېر ميلمه پال دي. کله چې څوک د يو مالدار کيږدۍ ته ننوځي، ښځينه خاونده د مغولی قوم د دود له مخې د شيدو چای او د پسه او غوايه غوښه ور ته چمتو کوي.
په دښتو کې د پسونو، غوايانو او اوښانو ګلې او د مغوليانو ځانګړی سپينې کيږدۍ د داخلی مغولستان د دښتو نښې دي. د ښاريانو لپاره دغه ځای ته سفر کول ډېر خوندور وي. د داخلی مغولستان د خپلواکې سيمې د سيلانۍ چارو اداری مرستيال يون دا پينګ وويل د داخلي مغولستان مرکز هوهه هاوت ښار له بيجينګ څخه په الوتکه کې په وسئله يوازې پنځه څلويښت دقيقې، د ګړندی موټر له لاری څلور نيم
ساعته او په اورګاډی کې د سفر له لارې يوولس ساعته ليری پروت دی. د دښتو منظرې ډېرې ښکلې دي چې غوره سړکونه يې هر ځای ته غځېدلي او د ترافيک لپاره ډېرې اسانتياوی په کې شته دي.
د داخلی مغولستان د شي لين ګه له د ګونګ باو لا ګه دښته له بيجينګ څخه په موټر کې د سفر له لارې يوازې دری ساعته واټن لری چې بيجينګ ته تر ټولو نژدی طبيعی دښت ګڼل کېږي. سلګونه کلونه مخکې د چين په وروستۍ امپراطوري لړۍ کې د ګونګ باو لا ګه دښته د أسونو روزنې شاهی ځای و چې په ځانګړې توګه يي په کې امپراتورانو او جګ پوړيو چارواکيو ته د سپرلۍ أسونه او د غوايه او پسه غوښې برابرولې. په وروستيو کلونو کې د داخلی مغولستان په دوښتو کې د مالداری او سيلانی پروګرام دود او مروج شوی چې سيلانيان په مغولي خيمو کې د دوی ژوند احساسولای شي. مالدار چي بين داورجی څو کاله مخکې د ګونګ باو لا ګه په دښته کې پنځه خيمې جوړې کړې او د سيلانيانو په منلو يي پيل وکړ. د ده په وينا په هر دوبي کې سيلانيان په پر له پسې توګه دښت ته راځي. ده وويل په ښکلی دښت کې سيلانيان رمه څروي ، غواوې لوشي او پنيراو نور خواړه جوړوي. دلته د غوايي او پسه غوښې ډېرې خوندورې دي او کرل شوي سابه بالکل ککړتيا نه لری.
د مغولی قوم وګړي ډير ميلمه پال دي چې ميلمانه راځي، نو د کور خاوندور ته د غوايه او پسه غوښې پخوی او د شيدو چای ورته تياروي.
هر کال په دوبي او مني کې د نادا مو په نامه ستر سپورتي فعاليت تر سره کېږي او نا دا مو په مغولی ژبه کې د ساتيری مانا لری. په هغه وخت کې مالداران د أسونو ځغاستی، پهلوانۍ او غشي ويشتلو په شمول بېلا بېلې لوبې ورزشونه تر سره کوي
چې ټول د مغولی قوم د زرګونو کلونو له دودونو سره تړاو لری.
د روان کال په دوبي کې د داخلی مغولستان د خپلواکې سيمې د جوړولو د شپيتمې کاليزې د لمانځنې لپاره د سيلانۍ او ساتيری اويا ډوله درانه فعاليتونه تر سره شول. د دې سيمې د سيلانۍ ادارې مشر يون دا پينګ وويل چې د لمانځنې په موده کې د دښت کلتوري فيستوال او د سندرو ويلو سيالۍ ترسره شوي او د کاليو او تاريخي اثارو نندارې هم وړاندې شوې. نن ورځ د داخلي مغولستان پراخې دښتې او څړ ځايونه له أبادۍ څخه ډکې دي. ګرانو اوريدونکو، هېله من يوو چې تاسی هم دغه ځای ته سفر وکړئ او ددې سيمې پرمختيايي وضع له نژدې وګورئ او د مغوليانو ځانګړي دودونه احساس کړئ!