<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-08-16 19:43:20    
د شانګهاي د همکارۍ سازمان سرمشريزه غونډه په بيشکيک کې ترسره شوه

cri

د شانګهاي د همکارۍ سازمان د غړيو هيوادونو د مشرانو شورا غونډه د اګست په شپاړسمه نيټه د قرغيزستان په پلازمينه بيشکيک کې ترسره شوه او د اوږدې مودې لپاره د نيک ګاونډيتوب ، دوستۍ او همکارۍ تړون او د بيشکيک اعلاميې په شمول يو لړ مهم سندونه پکې لاسليک شول ، نو ويل کيږي چې دغه غونډه په بريالۍ توګه پای ته ورسيده.

د قرغيزستان ولسمشر کورمنبيک باکيف په غونډه کې وويل اجازه راکړئ چې لومړی د قرغيزستان د خلکو او د خپل ځان په نامه ستاسي د راتګ هر کلي وکړم او باور لرم چې نننی غونډه به هرومرو بريالۍ شی.

د شانګهاي د همکارۍ سازمان د ٢٠٠١ کال د جون په مياشت کې د چين په شانګهاي ښار کې جوړ شو او د غړيو هيوادونو عمومی پراخوالی د اسيا او اروپا د لويو وچو درې په پنځمه برخه نيسی. د مشرانو شورا چې ددې سازمان ستر پرېکړه کوونکی ارګان دی ، هر کال يو ځل غونډه جوړوي . د چين د دولت رييس هو جين تاو او د نورو پنځو غړيو هيوادونو مشرانو ، دغه راز د کتونکو هيوادونو په توګه د مغولستان او ايران ولسمشرانو ، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ، د هند د نفتو او طبيعي ګازو وزير او د کوربه هيواد قرغيزستان د ميلمنو په توګه د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو او د م م د سرمنشي مرستيال هم پکي ګډون درلود.

په غونډه کې د دې سازمان د غړيو هيوادونو مشرانو له تير کال راهيسې په سياسي ، امنيتي ،اقتصادي او ديپلوماتيکو برخو کې د ترلاسه شويو برياليتوبونو ، د سازمان د غړيو پراخوالي او د علاقې وړ نړيوالو او سيمه ايزو موضوعاتو په هکله د نظريو تبادله وکړه او د زياتو موضوعاتو په اړه د نظريو يووالي ته ورسيدل. د شانګهاي د همکارۍ سازمان د غړيو هيوادونو ترمنځ د اوږدې مودې د نيک ګاونډيتوب ، دوستۍ او همکارۍ تړون د نورو هيوادونو د پاملرنې وړ دی او ددغه تړون په لاسليک سره د غړيو هيوادونو د خلکو ترمنځ د نسل په نسل دوستۍ او سولې د ساتلو مفکوره د قانون په بڼه ځانګړې شوېده چې دا د غړيو هيوادونو ترمنځ د نيک ګاونډيتوب ، متقابل اعتماد او همکارۍ پر بنسټ د همکارۍ ، د همغږې سيمې د أبادۍ لپاره ډير اهميت لری.

د چين د دولت رييس هو جين تاو په غونډه کې وويل چې د شپږو کلونو د پرمختګ له لارې د شانګهاي د همکارۍ سازمان د ګډوګټو د ساتلو ، د مقابلو ګټو پر بنا د همکارۍ د اغيزمن نظام د جوړولو ، د دايمي سولې او ګډ پرمختګ د تامينولو په موخو يومهم ځواک ګرځيدلی دی . په اوسنيو پيچليو نړيوالو او سيمو ايزو حالاتو کې دغه سازمان بايد ښه دريځ غوره کړی ، له ننګونو سره دې مقابله وکړي څو چې د غړيو هيوادونو ترمنځ د متقابلو ګټو پر بنسټ همکارۍ رانژدې او ګډ پرمختګ ترسره شی. په دې اړوند رييس هو جين تاو څلورفقره ايز وړانديز وکړ.

بايد پر نيک ګاونډيتوب او دوستۍ باندی ټينګار وشی او په جدي توګه دی ياد شوی تړون پلی شی ، بايد پر ګډ پرمختګ باندی ټينګار وشی او د سيمه ايزې اقتصادی همکارۍ د سالم پرمختګ او د سازمان د اقتصادی بنسټ د پياوړتيا لپاره دی کوشش وشی . په کلتوري ساحه کې دې د يو بل هيواد له تجربو څخه زده کړه وکړی شی ، بايد پر ورخلاصون باندي ټينګار وشی او له نورو هيوادونو او نړيوالو سازمانو سره همکاری دې لا نژدې شی څو چې د سازمان د پرمختګ او غښتليتوب لپاره بهرنی مساعده زمينه برابره شی .

د يوه سيمه ايز سازمان په توګه د شانګهاي د همکارۍ سازمان په تيرو څو کلونو

کې د نړيوالو حالاتو د بدلون له أزموينې څخه بريالی وتلی او د نړيوالې ټولنې پيژندنه او ستاينه يي تر لاسه کړېده . رييس هو جين تاو د شانګهاي روحيې د يادونې په وخت کې وويل زه په ټينګار سره څرګندوم چې د سازمان له نورو غړيو هيوادونو سره د نيک ګاونډيتوب ، دوستۍ او همکارۍ اړيکيو ټنيګتيا او پراختيا د چين د بهرنيو چارو لومړی هدف دی . چين غواړي چې له بېلا بېلو خواوو سره يو ځاي د شانګهاي روحيې ته پراختيا ورکړي او په رښتينی توګه ياد شوي تړون پلی کړي څو چې د دايمي سولې او ګډ پرمختګ د موخې ترسره کولو لپاره نه ستومانه کيدونکي کوششونه وکړي.